د بلچرخي زندان دروازې مخې ته چاودنې ۴تنه ووژل

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام وطندار ته وویل چې د نن سهار په برید کې ۴ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپيان دي.

هاخوا د کورنیو چار وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې په‌دې برید کې د ۳ پولیسو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او د ۴ پولیسو په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي‌.

د مجاهد په وینا، تر اوسه د برید نوعیت نه‌دی معلوم؛ خو موخه یې د پولیسو رنجر و.

دا برید د زندانیانو د کورنیو ملاقاتونو په جریان کې شوی او تر اوسه یې هېچا مسوولیت نه‌دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام