
د کندهار ولایت د نېش او غورک ولسوالیو سلګونه ولسي خلک شکایت کوي، چې د جګړې له امله یې د کورنیو غړي وژل شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.
کندهار ښار ته دغه راکډې شوې کورنۍ وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختې جګړې له امله یې، تېره یوه اوونۍ ټوله په ویښه تېره کړې.
د را کډو شویو کورنیو خلکو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو له خوا ورته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.
د جګړې له سره اوره راکډه شوی جمعه خان له حکومته غواړي، په غورک او نېش ولسوالیو کې دې امنیت خوندي کړي، چې په ساړه ژمي کې له کډوالۍ او درپدرۍ وژغورل شي.
د امین الله په نوم یو بل کډوال سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې له ناچارې ورځې راکډه شوی دی.
دی وايي، د تېرې اونۍ په جګړې یوازې د ده، د کورنۍ ۵ کسان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مطبوعاتي مسوول عبدالعزیز اکرمي د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د ولسي خلکو مال او ځان خوندیتوب ته دې پام وکړي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چې له تېرې اوونۍ راهیسې د طالبانو سرې قطعې پر نېش او غورک ولسوالیو بریدونه کړي دي.
دی وايي، چې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۲۳ ولسي خلک وژل شوي او ګڼ مالي ځاینونه یې لیدلي.
خپلواک وویل، په جګړه کې ۴۰ طالبان او ۱۲ پولیس وژل شوي او ۸ پولیس ټپیان دي.
د والي ویاند وویل، سیمه کې د کومانډو ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات روان دي او زیاته یې کړه، په نېش ولسوالۍ کې یو شمېر امنیتي پوستې او د غورک ولسوالۍ مرکز يې په تکتیکي ډول شاته کړي دي.
نوموړي د وسله والو له لوري د ځینو امنیتي پوستو د سقوط خبر رد کړ.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږل شوي ټیلیفوني پيغام کې د دوی له خوا د ولسي خلکو مرګ ژوبله رد کړې.
طالبانو ویلي، چې د غورک ولسوالۍ مرکز او په نېش ولسوالۍ کې یې تر لسو زیاتي پوستې نیولي دي.





