افغانستان ته دیوې مرد سالارې ټولنې په سترګه کتل کيږي او دلیل یې دا ښودل کيږي، چې په مهمو مسایلو کې له مېرمنو د نظر او پرېکړې کولو حق اخیستل شوی.
همدا خبره د افغانستان د بشري حقونو او دموکراسۍ بنسټ د ښځو حقونو په اړه هغه رپوټ کې راغلې چې د دوشنبې په ورځ(دسلواغې ۱۳مه) یې خپور کړ.
د غه راپور چې د "نارینه وو له نظره د ښځو حقونه" تر سرلیک لاندې خپور شوی په کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي، په دودیزو او دیني برخو کې د میرمنو ستونزې څېړل شوي او د هوارې لارو چارو له پاره په کې وړاندېزونه شوي.
راپور کې راغلي، چې په دیني برخه کې نارینه پر مسجدونو، تکیه خانو او دیني مدرسو واکمن دي او مېرمنو ته په کې واک نه دی ورکړل شوی.
په راپور کې لیکل شوي، چې اکثره پر مېرمنو تاو تريخوالی دکورنيو له خوا کيږي چې ريښې او لاملونه یې تر ناسمو ټولنیزو جوړښتونو او دوديزو مفکورو پورې رسيږي.
دافغانستان دبشري حقونو او دموکراسې بنسټ مشر خدا داد بشارت وویل، ددې له پاره چې په مېرمنو د تاو تريخوالي مخه ونیول شي" په ټولنیزو بنسټونو کې دودونو او رواجونو کې جدي بدلون راشي"
بشارت وايي که دغه بدلون رانه شي نو د ښځو ژوند کې پرمختګ او دحقونو خونديتوب تمه بې ځایه ده.
دغه بنسټ ددې له پاره چې د مېرمنو پر وړاندې د تاو تريخوالي کچه را کمه شي له ولسي جرګې غواړي داسې قوانين جوړ کړي، چې په کې پر ښځو زور زیاتي کونکو ته سخته سزا وټاکي.
خو د ولسي جرګې دښځو او بشري حقونو د کمېسيون غړې نفیسه اعظمي وايي "د ښځو زورونې او زورونکو ته د سزا موارد، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي مخنیوي قانون کې ځای شوي دي."
د افغانستان د بشري حقونو او دموکراسۍ بنسټ مشرخدا داد بشارت ووايي، چې ددې راپور چمتولو کولو له پاره یې په په بلخ، بامیان، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې له ۳۹۰۰ نارینه وو سره مرکې کړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو د مدني ټولنې استازو د دغه بنسټ له دې رېپوټ ملاتړ وکړ او د ښځو ستونزو د حل له پاره یې دکړو د وړاندیزونو عملي کېدو برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.





