د زابل امنيې قومندانۍ کې يوه پوليس ځان په دار ځړولی

زابل ولايت کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وايي، تېره ورځ د ياد ولايت امنيې قومندانۍ کې يوه پوليس ځان په دار ځړولی دی.

سرچينه وايي، دغه پوليس چې محمد رسول نومېده او ۳۵ کاله يې عمر درلود د قومندانۍ په خوړنځي کې ځان په دار ځړولی.

د معلوماتو له مخې د ياد کس د دغې کړنې انګېزه لا معلومه نه ده؛ خو ويل کېږي چې نوموړي د کورنۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی دی.

د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند لعل محمد اميري بیا وايي چې په دې اړه به د څېړنو له بشپړولو وروسته رسنیو سره معلومات شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل مدني فعالان وايي، ډېری وخت د پوليسو معاشونه ځنډېږي چې له کبله يې داسې پېښې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام