په افغانستان کې د متحده ایالاتو د نړېوالې پراختيايي ادارې مشر ویلیام هامنک له سلام وطندار سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې دغه اداره غواړي د ملي وحدت حکومت له هر ډول اصلاحي پروګرامونو ملاتړ وکړي.
ویلیام هامنک د ۲۰۱۳ م ز کال د جولای میاشتې ۱۳ مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د امريکا متحده ایالاتو د نړېوالې پراختيايي ادارې مشر په توګه کار کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان په بیخ بناوو کې اوږدمهالې مرستې، روغتيايي، د ښوونې او روزنې پراختيا، اقتصادي برنامو، ښه حکومتولۍ او د مدني ټولنې د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د امريکا متحده ایالاتو د نړېوالې پراختيايي ادارې مشر زیاته کړه؛ امريکې ته د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايوي رییس عبدالله عبدالله سفر د دې لامل شو، چې بارک اوباما په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او شفافیت څخه د ملاتړ په موخه د ۸۰۰ میليونو ډالرو مرسته اعلان کړي.
د "USAID" رییس وايې، چې اداره به يې له افغانستان سره د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم خپلې مرستې جاري ساتي.
همدا اوس ناټو په افغانستان کې ۱۳ زره پوځيان لري، چې ۹۸۰۰ تنه يې امريکایان دي او دغه ځواکونه د مخدره توکو سره د مبارزې، افغان امنيتي قواو پر روزنو او مشورو بوخت دي.
د امريکا متحده ایالاتو د پريکړې پر بنسټ په پام کې ده، چې ټول امريکايي ځواکونه د ۲۰۱۶ م ز کال ترپایه له افغانستانه ووځي.
ویلیام هامنک وايي، چې اداره يې د افغانستان په نظام کې د اصلاحاتو، عمومي مالي مديريت او ملکي خدماتو په برخه کې پر يوې پلان کار کوي.
نوموړي په افغانستان کې شته ستونزو ته د اشارې ترڅنګ وویل، چې له بده مرغه په دغه هېواد کې د بې سوادۍ کچه لوړه ده، ۴۲ سلنه ماشومان يې د سوتغذیه په مرض اخته دي او کرنه يې په خپلو پښو نه ده ولاړه.
له تېرې يوې لسیزې وړاندې د امريکا متحده ایالاتو نړېواله پراختيايي اداره په افغانستان کې د بیا رغونې یو تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی دی.
د هامنک په وينا، په دغه هېواد کې له کرنې ملاتړ د دغې ادارې یو له لومړيتوبونو ګڼل کېده او په همدې وجه "USAID" د افغانستان په څلورو زونونو کې له کرنې او بزګرانو ملاتړ کړی دی.
همدارنګه د يادې ادارې مشر وویل، چې افغانستان لمریزې او او بادي برښنا د توليد په برخه کې خورا زیات ظرفیت لري.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومتي او غېر حکومتي چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړي او د افغانانو د ضرورت وړ لمريز او بادي برښنا په برخه کې به هم مرستې وکړي.
د بیا رغونې په برخه کې د امريکا د مرستو د څېړنو اداره "سیګار" د خپلو وروستيو راپورونو پر بنسټ ادعا کړی، چې په افغانستان د فساد کچه میليونونو ډالرو ته رسيږي.
په افغانستان کې د امريکې متحده ایالاتو د نړېوالې پراختيايي ادارې مشر ویلیام بیا وايي، چې اداره يې تل د څېړنو هرکلی کړی او خپل ټول کارونه د وزارتونو، ریاستونو سره له نژدې ترسره کوي او خپلو ورکړل شوي مرستې په خورا دقت سره څاري.
ويلیام هامنک د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې مرستې به له افغانستان سره تر زیاتو کلونو پورې دوام وکړي او دغه هېواد به يواځې پرې نه ږدي.





