عاکفي: د ټاکنیزو اصلاحاتو اختلافي موارد به وروسته په ډاګه کړو

د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمېسیون کې د اصلاحاتو د څرنګوالي پر سر اختلاف راپيدا شوي دي.

د دغه کمېسیون ځېنې غړي وايي، چې وړاندیز شوې طرحې عملي نه دي او د خلکو د قناعت وړ به هم ونه ګرځي.

شاه محمود میاخېل چې د دغه کمېسیون غړیتوب لري؛ وايي، د کمېسیون له طرحو سره موافق نه دی او خپله طرحه به ډېر ژر د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکه کړي.

میاخېل زیاتوي، چې د دې کمېسیون بل غړی کاوون کاکړ هم د ټاکنیزو اصلاحاتو د وړاندیز شوو طرحو سره موافق نه دی.

ده له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دوی په خپلو کې د طرحو پر سر په خپلو کې سره بحثونه کوي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه: "د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره دوی خپلې طرحه لري، د کمېسیون د نورو غړو له طرحې سره موافق نه دي او دغه طرحې یواځې د اصلاحاتو د څرنګوالي په اړه دي."

په ورته وخت کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي د دوی ترمنځ د طرحو د اختلافي مواردو په اړه سلام وطندار ته وویل، چې دغه طرحې نهايي نه دي او غواړي د اصلاحاتو د راوستلو په پار وړاندیزونو ته په طرحو کې ځای وکړي.

عاکفي همدا راز وویل، چې "د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره پر مسایلو بحثونه روان دي او دا د هر چا حق دی، چې د سمون لپاره متفاوت نظرونه وړاندې کړي."

نوموړی په طرحو کې د اختلافي بحث په اړه وویل، چې تر اوسه بحثونه جریان لري او هر کله چې طرحې نهايي شوې؛ نو په خپله به دا په ډاګه شي، چې د سمون راوستلو په برخه کې کوم اختلافي موارد موجود وو.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ټیفا بنسټ رییس نعیم ایوب زاده سلام وطندار سره په خبرو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بې غورۍ تورن کړ او وویل، چې دغه اداره د مدیریت له ضعف سره مخ ده.

ایوب زاده وایي، په ټاکنو کې ځند د ولسواکۍ بهیر ته زیان رسوي او زیاتوي، چې دغه کمېسیون باید د ټاکنیز مهالوېش له مخې هم مهاله ټاکنې پیل وکړي، خو وايي، چې دغه بنسټ د حکومت په پرېکړو پورې تړلی دی.

نوموړي همداراز ویلي وو، چې دوی باید خپل منځي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د رامنځته کېدو پر سر د ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله ترمنځ هم ډېر اختلافات راپيدا شوي وو، چې بلاخره له څو میاشتني ځنډ وروسته په دې و توانېدل، چې د دواړو مشرانو له خوا په شریکه دغه کمېسیون رامنځته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام