
د بادغيس سيمهييز مسوولان وايي، ګډو امنيتي ځواکونو تېره شپه د دې ولايت بالامرغاب ولسوالۍ کې چاڼيزعمليات کړي چې په پايله کې يې ياد شمېر امنيتي ځواکونه د طالبانو له زندانه ازاد شوي دي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی سلاموطندار ته وايي، د طالبانو له زندانه ۵۵ د ملي اردو سرتېري، ۴ کمانډو ځواکونه، يو پوليس او ۲ سرحدي ځواکونه ازاد شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه شمېر افغان ځواکونه یو کال وړاندې په بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو د څو بریدونو پایله کې نیول شوي وو.
د بادغيس والي زياتوي، د امنيتي ځواکونو په دې عملياتو کې ۵ طالبان وژل شوي او ۳ نور طالبانو ټپيان شوي دي.
د ياد ولايت سيمهييز مسوولان وايي، د بالامرغاب ډېری سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او په نږدې راتلونکي کې يې پاکولو لپاره عمليات پيولي.
خو د بادغیس د ولایتي شورا رييس عبدالعزیز بېک د خوشې شويو افغان ځواکونو شمېر ۶۵ ښيي او زياتوي په دغو عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ یې ژوندي نیول شوي دي.
د نوموړي په وينا، له تېر يوه کال راهيسې بالامرغاب ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.





