ټاکل شوې ده، چې سږ کال به د حج د فرضيې د اداکولو لپاره له افغانستان نه ۲۴ زره او ۲۵۰ تنه حاجیان د کعبې شریفي طواف ته لاړ شي.
سږ کال د افغان حاجیانو د لېږد رالېږد چارې د اریانا هوايي شرکت پر غاړه دي، چې یاد شرکت د حج، ارشاد او اوقافو وزارت کې د حاجیانو د لېږد چارې د داوطلبۍ تر ګټولو وروسته پر غاړه واخستې.
د اریانا هوايي شرکت سرپرست فهیم ساپي پرون د (جون په ۱۶مه) په یاد وزرات کې د قرارداد د لاسلیکولو په ترڅ کې وویل، چې دغه شرکت د حاجیانو د لېږد رالېږد چارې په مناسبه بیه د داوطلبي په ترڅ کې وګټلې.
ده وویل، چې د اریانا هوايي شرکت د معیاري الوتکو او پر اړینو اسانتیاوو سربېره، د حج او اوقافو وزارت، د هوايي چلند خپلواکې ادارې او د حاجیانو د کمېټې سره په همغږۍ دغه چارې پرمخ وړي.
په تېرو کلونو د حج زیارت کوونکو د لېږد په چارو کې د زیارت کوونکو شکایتونه کړي وو.
د امکاناتو نشتوالی، د بیو زیاتوالی او د حج زیارت کوونکو ستونزو ته نه لاسرسي؛ له هغو ستونزو نه وې، چې په تېرو کلونو ترې حاجیانو شکایتونه کول.
په ورته وخت کې د حج او اوقافو وزارت استازي د ضیاالحق احدي په همدې غونډه کې وویل، چې دغه داوطلبي ګټه د یاد شرکت د کمو بیو او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو سره اریانا هوايي شرکت ته ورکړل شوه.
ویل کیږي، چې په دې داوطلبي کې ساپي شرکت د حاجیانو د لېږد لپاره ۱۰۹۰ ډالره، کام ایر ۱۰۸۰ ډالره او اریانا شرکت ۱۰۴۵ ډالره بیې وړاندې کړې.
دغه وزارت وايي، چې سږ کال د حاجیانو د بېرته راستنېدلو لپاره هم اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د حاجیانو د راستنېدلو چارې به له ۲۰ تر ۲۵ ورځو کې بشپړې شي.
هر کال کعبې شریفي ته په زرګونو افغانان او په میلیونونو تنه له ټولې نړۍ نه د حج د فرضيې د اداکولو لپاره ورځي.
زیات وخته افغان حاجیان په عربستان او په کور دننه له زیاتو ستونزو سره مخ وي.





