د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ د چهارتوت کلي پنځه تنه اوسېدونکي، چې په ایران کې اعدام شوي وو؛ خاورو ته وسپارل شول.
د اعدام شویو خپلوان وايي، چې په دار ځړول شوي کسان د مخدره توکیو د قاچاق په جرم ووژل شول.
د کلفګان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکیو د (د کب په ۲۰ مه) د جنازو د سپارولو په مراسمو کې وویل، چې د دې ولسوالۍ ۲۵ تنه نور اوسیدونکي د اعدام د حکوم د پور کول انتظار باسي.
۱۵کلن قسیم یو له اعدام شویو څخه و، چې د نشيي توکیو د لیږد په جرم د پولیسو له لوري په شکمش کې نیول شوی و او له څلور کلونو بند وروسته په دار وځړول شو.
بې وزلي، فقر او بې کاري، د دې سیمي اوسیدنکي دې ته اړ کړي، چې په خپل بدن کې مخدره توکي ځای پر ځای کړي او ایران ته یې قاچاق کړي.
د کلفګان ولسوالۍ د چهارتوت سیمې یو شمېر اوسېدنکي وایې، چې د خپلو خپلوانو د خلاصون لپاره یې خپل ټول شته خرڅ کړي او په میلیونونو تومن یې مدافع وکیلانو ته ورکړي دي، خو تر اوسه یې لا برخلیک معلوم نه دی.
د تخار والي ویاند سنت الله تیمور وایي، چې د کلفګان ولسوالۍ په لسګونه اوسېدونکي د نشه یي توکیو د قاچاق په جرم د ایران په زندانونو کې بندیان دي او د ایران حکومت له لوري د ډېرو د اعدام حکوم صادر شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د تخار ولایت د چارواکو په وینا په تېرو درې کلونو کې د دې ولسوالۍ ۱۲۰ تنه اوسېدونکي د ایران له لوري په دار ځړول شوي دي.
د یادې ولسوالۍ خلک له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د ایران له زندانونو څخه د دوی خپلوان راخلاص کړي.
مدني فعالان غوښتنه کوي، که چېرې په ایران کې بندي شوي افغانان د راخلاصولو لپاره دولت لاس په کار نه شي؛ نو اعدام به شي.
تېر کال هم د ایران حکومت زیات شمیر افغانان اعدام کړي وو.
په ایران کې د افغانانو د اعدام لړلۍ د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ شوې ده.





