ختیځو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتوالي په اړه اندېښنې

ملي‌ شورا کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ځېنې استازي په یادو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتوالي اندېښمن کړي‌دي.

ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي عصمت‌الله شینواري نن (دوشنبې) کابل کې یوې خبري غونډې کې وویل، ختیځو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او که همداسې دوام وکړي؛ ښايي د کابل په ګډون ځېنو نورو ولایتونو ته یې هم لمن وغځېږي.

د نوموړي په وینا، مخکې په لېرې پرتو ولسوالیو کې ناامني وه؛ خو اوس خلک په ښارونو کې هم خوندي نه‌دي.

د لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو استازیو هم په یاو ولایتونو کې د ناامنۍ زیاتوالي په اړه اندېښنې وښودې او له امینتي ځواکونو یې وغوښتل چې ورته جدي پام وکړي.

ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي حضرت‌علي بیا د امنیتي ‌ځواکونو او بهرنیانو په پالیسیو کې د بدلون غوښتنه وکړه. نوموړي وویل، ننګرهار کې ۲۰ بېلابېلې وسله‌والې ډلې فعالیت کوي چې په وینا یې حکومت یې مخه نه‌نیسي.

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش په ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ‌ځواکونو له لوري د پوځي عملیاتو او لاسته‌راوړنو خبر ورکوي.

نوموړي د یادو ولایتونو له وکیلانو وغوښتل چې د امنیتي‌ ځواکونو کمزوري ښودلو پرځای دې، د هغوی ملاتړ وشي.

ختیځو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتوالي په اړه داسې ‌مهال اندېښنې ښودل کېږي چې د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې یوازې ننګرهار کې نږدې ۴۰ چاودنې شوي چې له کبله یې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۶۰۰ نور ټپیان شوي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام