
د کابل ښار اوسېدونکي وايي د احتمالي ځانمرګو بریدونو په اړه اوازې د دې سبب شوي چې په ښار کې له تګ راتګه ډډه وکړي.
د صدارت څلور لارې له خونړي موټربم برید وروسته په ټولنیزو شبکو او د ښار بېلابېلو سیمو کې داسې اوازې خپرې شوې چې د احتمالي ځانمرګو بریدونو ښکارندویي کوي.
د ټولنیزو شبکو کارکوونکي یو بل ته پیغامونه لېږي په ځان پام وکړي ځکه چې کاري سیمه يې تر امنیتي ګواښ لاندې ده.
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي په ټولنیزو شبکو کې د دغو پیغامونو خپرېدو دوی اندیښمن کړي او له همدې امله په ښار کې تګ راتګ نه کوي.
د اذرخش په نوم یو هېوادوال وویل، له امنیتي بنسټونو غواړي د دغو پیغامونه رښتیا او دروغ دې خلکو ته روښانه کړي.

دغه راز عبدالفتاح نومی وايي، دغو اوازو یې په کاروبار منفي اغېز کړی دی.
د کابل یوشمېر نور استوګن وايي په ښار کې د احتمالي ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې سبب شوي ځینې وطنوال هېواد پرېږدي.
عتیق الله وايي، له وروستیو ځانمرګو بریدونو وروسته يې خپل پاسپورټ تمدید کړی او غواړی له افغانستانه ولاړ شي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي سلاموطندار سره په اړیکه کې په ټولنیزو شبکو کې د وېروونکیو پیغامونو خپرول اوازې بولي او وايي، ترهګرې ډلې دا کار د هېوادوالو روحیې کمزوري کولو لهپاره کوي.
رحیمي له هېوادوالو وغوښتل چې په منفي تبلیغاتو ونه غولیږي او د شایعاتو له خپرولو ډډه وکړي.
له دې ټولو سره سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مسوولان بهرنیو هېوادونو ته د وطنوالو پناغوښتنې لامل ناامني بولي او دغه راز، له انساني قاچاق سره د مبارزې عالي کمیسیون هم لوېدیځو هېوادونو ته د پناغوښتونکیو شمېر زیاتوالي خبر ورکوي.





