ولسمشر: تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د افغانستان هوايي ځواک پوره بشپړ او سمبال شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ۹مې دورې افسرانو د فراغت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ده د ۴ کلن پلان له‌مخې به د افغانستان هوايي ځواک تر ۲۰۲۰م میلادي کاله پوره بشپړ او سمبال شي.

د ولسمشر پروینا، د افغانستان هوايي ځواک اوس فعال دی او په نورو پروګرامونو هم کار کوي، چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ټیټې کچې ته راولي.

نوموړي زیاته کړه، چې غواړي د لاسته راوړل شویو تجربو په رڼا کې د یو اوږدمهاله لیدلوري له‌پاره ساختاري پروګرام جوړ کړي.

دغه راز افغان ولسمشر غونډې کې د امنیتي ځواکونو له قربانیو ستاینه وکړه او ويي ویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې زیانمنو شويو سرتېرو له‌پاره لازم اقدامات کړي او د دوی درملنې له‌پاره اوس بهترین روغتیايي تجهیزات برابر شوي دي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني په دغه پوځي پوهنتون کې د خبرو پرمهال هغه کسانو ته ګوت څنډنه وکړله، چې د حکومت مهمات او تیل پلوري همدارنګه د امنیتي ځواکونو ډوډۍ او جامې خرڅوي.

ولسمشر زیاته کړه، هغه مافیايي کړۍ چې د امنیتي ځواکونو حقونه تر پښو لاندې کوي او د دوی له امکاناتو ناوړه ګټه اخلي ورسره به قانوني چلند وکړي.

دا داسې مهال دی، چې په روانې اوونۍ کې د بادغیس سیمه‌ییزو چارواکو د دې ولایت قوماندانۍ ۷ لوړپوړي پولیس او یو ملکي کس په دې تور نیولي وو، چې په وسله‌والو طالبانو يي د قوماندانۍ مهمات پلورل.

د ځینو رپوټونو له‌مخې په زیاتره سیمو کې د امنیتي ځواکونو ډوډۍ، تیل او جامې غلا کیږي، چې اوس يي د افغان ولسمشر کلک غبرګون راوپارو او پروینايي نور ورته دا حالت د زغملو وړ نه‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام