چوکۍ ورکول دجهاد قدرداني نه ده

د حکومت اجرايوي رییس د عبدالرب الرسول سیاف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دوی د ملي یووالي له حکومته مننه کوي، چې مجاهدین يې هېر کړي نه دي.

پرون یکشنبه (د سلواغې پر ۲۶مه) د روس په وړاندې د افغان جهاد د بریا په نمانځغونډه کې پخواني جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف د ملي یووالي حکومت د مجاهدینو په ګوښه کولو ملامت کړ.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن – د سلواغې ۲۷مه –  د وزیرانو شورا په ناسته کې زیاته کړه؛ هغوی چې پرون وزیران و او نن نه دي « داسې فکر دې نه کوي چې د جهاد قدر نه دی شوی. »

تر دې وړاندې یو بل پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل هم پر دې نیوکه کړې وه، چې په نوي حکومت کې مجاهدین ګوښې ته شوي دي او برخه په کې نه ده ورکړل شوې.

د اجرايوي ریاست رییس وايي چې جهاد د واک له پاره باید وسیله ونه ګڼل شي.

دغه حکومتي چارواکي زیاته کړه، په اوسنيو شرایطو کې د جهادي مشرانو دا ډول څرګندونې او ډلې جوړل به له ځانه سره ښه پایلې ونه لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله خبرداری ورکړی چې مجاهدین باید داسې ګام وانه خلي چې د حالاتو د لا خرابي سبب شي.

دا په داسې حال کې دی چې استاد سیاف په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې دوی به په نږدې راتلونکي کې « د یو، همغږي او قوي مرکز په توګه را څرګند شي.»

استاد سیاف پخپلو خبرو کې د اجرايوي ریاست دا څرګندونې چې ګواکې جهاد د دوی له پاره معیار نه دی، له اسلامي لیدلوري لرې وګڼلې او په خبره يې « دوی دې خپل ایمان ته بیا مراجعه وکړي.»

نوموړي د ملي یووالي حکومت په باندني سیاست هم نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چې باید په لویو ملي مسایلو کې له ملت سره هم مشوره وشي.

له دې وړاندې د اجرايوي رییس د ویاند مرستیال جاوید فیصل رسنيو ته ویلي و، «په حکومت کې د ګډون له پاره معیار جهاد نه؛ بلکې وړتیا، مسلکيتوب او ژمنتیا ده»

بل خوا د ولسي جرګې غړی او پخوانی جهادي قوماندان عبدالودود پیمان دجهادي مشرانو د ورستيو څرګندونو په اړه، (چې ګوندې جهادي مشرانو ته نوي حکومت کې ځای نه دی ورکړل شوی.) سلام وطندار ته وویل، چې په نوي حکومت کې پخواني جهادي شخصیتونه پراخه ونډه لري.

ښاغلي پیمان وویل چې جهاد باید په یو فرد او یوې ځانګړې ډلې پورې ونه تړل شي.

استاد سیاف د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند و، چې تورن اسماعیل خان یې لومړی معاون او مولوي عبدالوهاب عرفان یې د دویم معاون په توګه ټاکلی و.

په لومړي پړاو ټاکنو کې له ماتې وروسته یې د ټاکنیز ټيم زیاتره مشرانو ملاتړو له اصلاحات او هم پالنې ټيم ملاتړ وکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام