په بلخ کې له پوځي لباسونو د ځوانانو استفادې خلک اندېښمن کړي دي

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د پوځي لباسونو پېر او پلور، له لباس نه د ملکي خلکو استفادې جدي امنیتي ګواښ رامنځته کړی دی.
د ځوانانو په منځ کې اوسمهال د پوځي جامو اغوستل دود ګرځېدلي دي.

د هېواد په بازارونو کې په ازاد ډول د پوځي جامو خرڅېدل د دې لامل شوي، چې ملکي کسان هم له دې لباس نه ګټه پورته کړي.

په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې یو شمېر ځوانانو پوځي جامو اغوستو ته مخه کړې، چې د دې ولایت د اوسېدونکي اندېښنې یې راپورته کړي دي.
د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په بازارونو  کې په ازاد ډول د پوځي جامو پلور د دې سبب شوی، چې ترهګر او مجرمین په اسانۍ سره له پوځي لباسونو په جرمونو کې ګټه واخلي.

د دې ښار دوو تنو اوسېدونکو جاوید او شریف سلام وطندار ته وویل، په ښار کې د نظامي او ولسي خلکو توپیر نه کېږي، ځکه چې یو شمېر ځوان پاړکی هم نظامي لباس اغوندي.

دوی وايي، چې دا چاره په خلکو کې د جدي امنیتي اندېښنو لامل شوې ده.

دغه خلک شکایت کوي، چې ډېرې امنیتي پېښې د نظامي لباسونو څخه په استفادې صورت نیسي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

دغه راز د بلخ ولایت اوسېدونکې ریحانه وايي، په بازارونو کې د نظامي لباسونو ازاد پېر او پلور د دولت وسله والو مخالفینو ته د استفادې فرصت ورکړی دی.

په ورته وخت د اجمل په نوم یو ځوان چې د نظامي لباسونو د اغوستلو شوق لري وايي، چې په هټیو کې نظامي لباسونه په ازاد ډول پلورل کېږي او حکومت هېڅ ډول بندیز پرې نه دی لګولی.

دی وايي، چې د نظامي لباسونو اغوستل یې شوق دی او کله چې نظامي جامي په تن کړي، یو ډول غرور ورته پیداکېږي او ځان ورته نظامي ښکاري.

په بلخ کې د پوځي لباسونو پلورونکي هم له خپل کاروباره خوښ دي او وايي، چې ښه بازار لري.
د پوځي لباسونو دوه تنه پلورونکي مېراج الدین او عبدالفتاح سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دوی په خپلو هټیو کې نظامي پرتلې، درېشۍ او د ښکار وسلې پلوري.

دوی وايي، چې پوځي لباسونه او تجهیزات له تولیدوونکو او کارخانو اخلي.

دغو هټیوالو وویل، د پوځي لباسونو خام توکي له چین هېواد څخه راوړي او بیا په کور دننه ګنډي.

له بل لوري د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري د نظامي لباسونو پلورونک ته خبرداری ورکوي، که له قانوني جواز پرته د پوځي لباسونو تولید او پلور وکړي؛ قانوني چلند به ورسره وکړي.
د راپورونو پربنسټ د پوځي لباسونو او تجهیزاتو پېر او پلور په برخه کې مسوولو حکومتي ادارو بې‌غوري د دې لامل شوې، چې خپل سرې وسله والې ډلې او وسله وال مخالفین په ناقانونه ګړنو او ترهګریو اعمال کې ترې استفاده وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام