
د تخار ولایتي شورا غړي عین الدین مړی نن پنجشنبه (اپرېل ۱۳مه) له غرمې وروسته د تخار مرکز تالقانو ته د اعتراض کوونکو له خوا راوړل شو.
د ولایتي شورا دغه غړي تېره ورځ د ملا پيرم قل په نوم د یو پخواني جهادي قوماندان د ملاتړو له خوا په ډزو وژل شوی و .
د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ سلګونو ښځو او نارینه و د ولایتي شورا د دغه غړي مړی لېږدولو او هڅه یې کوله، چې د ولایت دروازه ماته او ودانۍ ته یې ورننوځي.
اعتراض کوونکو د ملاپيرم قل د تخار والي او سیمه ییزو چارواکو پرضد شعارونه ورکول او ګواښ یی وکړ که ملا پيرم قل ونه نیول شي، نو دوی به د ولایتي شورا د وژل شوي غړي مړی د ولایت مقام مخې ته خښ کړي.

دوی ادعا کوي، چې ملا پيرم قل په سیمه کې شخصي زندان لري او څو ځله یې له سیمه ییزو چارواک غوښتي و، چې له دې غیر مسول وسله والو دې خلک خوندي کړي.
په همدې حال کې د تخار امنیه قوماندان نورمحمد حکیمي وايي، چې د ولایتي شورا د وژل شوي غړي او ملا پیرم قل وسله والو کسانو ترمنځ په پرونۍ نښته کې ۴ کسان وژل شوي دي.
د تخار امنیه قوماندان زیاتوي، چې د دغې پېښې د لاملونو په اړه يې څیړنې پیل کړي دي.
له بل لوري ملا پيرم قل بیا د دغې وژنې په اړه بې خبري ښي او وايي، چې دی تر اوسه هیڅوک نه دی وژلی.
هغه زیاتوي، چې دی د ولایتي شورا د وژل شوي غړي سره هيڅ کوم شخصي دښمني یا بله ستونزه نه درلوده.





