په بغلان کې له پوځي عملياتو وروسته طالبان بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شوي

په داسې حال کې، چې د بغلان چارواکي په دغه ولایت کې د "نوید یو" په نوم پوځي عملیاتو پای ته رسیدو خبر ورکوي، خو یو شمیر ځایي خلک د طالبانو پراخ حضور انديښمن کړي.

دغه خلک د نوید یوعملیاتو پایلې په اړه وايي، په ځينو سیمو کې یې امنیت ټینګ شوی، خو زیاتوي چې حکومت د همدې سیمو امنیت ساتنې ته هېڅ تګلاره نه لري او همدا اوس طالبان ښايي امن سیمو ته بیرته ور ستانه شي.

د بغلان یو شمیر اوسیدونکي د اندیښنې په ښودلو سره وايي، چې د نوید یو پوځي عملیات پای ته ورسیدل، خو ددغه ولایت په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کې. چې د ولایت له مرکزه ۳  کیلومتره  واټن لري، لاهم ښه ډیر طالبان شته.

دغو خلکو سلام وطندارته وویل، د نوید یو پوځي عملیاتو پرمهال یې د سیمو ځینې برخو امنیت ټينګ وو، خو اندیښمن دي چې له دغو عملیاتو وروسته به طالبان ځينې سیمې بیرته لاندې کړي.

د ډنډ غوري درې اوسیدونکي سید، مظفر او عوض په نومونو  له حکومته غواړي، چې په بغلان ولایت کې د طالبانو تر پوره ځپلو پورې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

د بغلان په شمال کې د ملي اردو عمومي قوماندان ډګر جنرال عبدالحمید حمید وايي، چې امنیتي ځواکونو په تیرو دوو میاشتو کې د نوید یو په نوم عملیاتو کې، په مرکزي بغلان ولسوالۍ، سرخ کوتل او چشمه شیر سیمو کې ۷۰ کلي له طالبانو پاک کړي دي، چې په دغو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

نوموړي زیاته کړه: " د بغلان ولایت ټیم سره په ګډه د نوید یو عملیات چې دوه میاشتې مخکې پلان شوي و، نن پای ته رسیږي د دوښمن تلفات چې د غوایي له ۲۳ مې تر پرون پورې موږ ته راپور راکړل شوی ۲۳۹ کسان وژل شوي او ۲۰۹ نور ټپیان دي."

د نوید یو په نوم عملیات دوه میاشتې مخکې د بغلان ولایت د منګلانو، جویکنه، کاکه منګا، قیصرخیلو، چپ دری، چشمه شیراو شیخ علي سیمو پاکولو له پاره په پلان شوي وو، نن داسې مهال پای ته ورسیدل چې د بُرکې ولسوالۍ، مرچو تنګی، قندهاريانو او د مرکزي بغلان د ګبر دښته، د ډند شهاب الدین او ډنډ غوري ځینې سیمې لاهم د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام