ولسي جرګې د ولسمشر ۳ تقنیني فرمانونه رد کړل

ولسي جرګې د ګمرکونو په قانون کې د تعدیلونو، پر عوایدو د مالیې په قانون کې د تعدیلونو او د حق العبور په قانون کې د تعدیلونو په اړه د ولسمشر درېیواړه تقنیني فرمانونه د رایو پر غوڅ اکثریت رد کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه درېیواړه فرمانونه د ملي شورا د رخصتیو پر مهال صادر کړي وو.

د ولسمشر دغه فرمانونه په داسې حال کې رد شول، چې د اساسي قانونو د ۷۹مې مادې پر بنسټ ولسمشر حق نه لري، چې د ملي شورا د رخصتیو پر مهال په مالي چارو کې تقنیني فرمان صادر کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مرستیال عظیم محسني غونډې ته وویل، چې د ولسمشر دغه تقنیني فرمانونه د اساسي قانون ۷۹مې مادې پر خلاف دي او پر دغو فرمانونو دې په عمومي غونډه کې تصمیم ونیول شي.

له بل لوري د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي صادقي زاده نیلي د دغه کمېسیون د نظر په استازیتوب د دغو فرمانونو د رد غوښتنه وکړه.

د ولسمشر دغه فرمانونه په داسې حال کې د ولسي جرګې له لوري ردېږي، چې تېره اونۍ دې جرګې د مبایل له کرېډټ کارتونو څخه د لس سلنه مالیې د اخیستلو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړی و.

خو لا هم مخابراتي شرکتونه د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د مبایل کرېډټ کاروتونو څخه ۱۰ سلنه مالیه اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام