
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستیو څرګندونو د څېړلو له پاره د یو ځانګړي کمېسیون جوړېدوغوښتنه کړې.
د دې جرګې ځینو غړو نن (چهارشنبه) د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د حکومتي مشرانو ترمنځ سیاسي شخړې د مشکلاتو زېږنده وبللې او ویې ویل، چې باید دغه موضوع په جدي توګه وڅېړل شي.
دوه ورځې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په یوه خبري غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله یې پر قوم پالنې تورن کړل.
د ولسي جرګې غړې رقیه نایل، وایي، چې د هېواد د اساسي قانون د ۸۹ مادې پر بنسټ، ولسي جرګه باید د دوستم د وروسیتو څرګندونو د څېړلو له پاره یو کمېسیون جوړ کړي، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د خبرو سپين او تور ثابت شي.
په همدې حال کې، د ولسي جرګې بل غړی کمال ناصر اصولي وایي، چې دوښمنان د افغانستان د سقوط په هڅه کې دي او دا وضعیت هم هغوی ته ښه فرصت برابروي.
د حکومت د مشرانو ترمنځ وروستۍ رامنځ ته شوی سیاسي کړکېچ په هېواد کې ځینې اندېښنې رامنځته کړي.
یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې د حکومتي چارواکو په ګومارنه کې د حکومت مشرانو ترمنځ اختلافات په هېواد کې د نا امنیو زیاتېدو لامل شوی او د هېواد ځیني سیمې د امینتي مسوولینو په ټاکنې سره د قومي کېدوله امله د طالبانو په لاس سقوط کوي.
سیاسي شنونکي خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام هېواد له سقوط سره مخ کوي.





