نبیل: طالبان به هوايي دفاعي سېسټم پیدا کړي

د ولسمشري ټاکنو یو نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې که د افغان سولې خبرې اترې د را روان کال تر دوبي پورې یوې پایلې ته ونه رسېږي او افغان سیاستوال پر یوه کورنۍ اجماع راټول نه شي، ښايي طالبانو ته هوايي دفاعي سېسټم وسپارل شي.

که څه هم نبیل نه دي ویلي چې طالبانو ته به دغه سېسټم څوک ورکوي، خو د سیاسي او نظامي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې طالبان یوه نیابتي ډله ده او له همدې امله کېدای شي یاد سېسټم ورکړل شي.

د نظامي چارو کارپوه میرزامحمد یارمند سلام‌وطندار ته ويلي، که طالبان یاد سېسټم ته لاسرسی پیدا کړي، د هېواد روانه جګړه به لا پېچلي پړاو ته دننه شي.

د سیاسي چارو کارپوه غلام‌قادر سکندري بیا باور لري چې اوس د طالبانو پر وړاندې تر ټولو اغېزناکه جګړه‌ییزه قوه افغان هوايي ځواک دی او په وینا یې، که طالبان یې دفاعي سېسټم پیدا کړي، د جګړې په ډګر کې به پیاوړي شي.

که څه هم هڅه مو وکړه چې د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو دغه وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له ۲۰۱۹ کال راهیسې روانې دي او له لسو پړاوونو واوښتې، خو دواړه لوري لا هم یوې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام