د غور د دوو سیمه ییزو قوماندانو خپلمنځي نښته درېیمې ورځې ته وغځېدله

ملا مصطفی حقاني او حاجي محسن خان د غور ولایت دوه مشهور سیمه ییز قوماندانان دي، چې له له لسیزو راهیسې له یو بل سره په قومي دوښمنۍ اخته دي او وخت ناوخت له یو بل سره د انتقام اخیستلو په پلمه نښتې کوي.
شاه پسند پهلوي د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ ځایناستي ولسوال له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه نښته نن (چهارشنبې) سهار ۷ بجې په کمنج، یکه سنګ او پای کوتل سیمه کې پیل شوې او تر اوسه دوام لري. د ده په خبره، دواړه خواوې سپکې او درنې وسلې کاروي او تر اوسه د راکټ او خپمارې د ګولیو له امله څو کورونه وېجاړ شوي هم دي.
د شهرک ځایناستی ولسوال اندېښنه ښيي، چې شېبه په شېبه نښته زور اخلي او که یې د غور چارواکي مخه ونه نیسي؛ د عامو وګړیو مرګ ژوبله به زیاته شي.
د غور د والي ویاند عبدلحی خطیبي وايي، چې تېره ورځ د دې نښتې د کرارولو له پاره یو پلاوی لېږل شوی و او نښته یې پای ته رسولې وه.
خو سیمه ییز چارواکي وايي، چې له سیمې څخه د پلاوی له تګه وروسته بیا نښته پيل شوې ده.
د غور د والي ویاند تاییدوي، چې په دې نښته کې دواړو خواوو ته ۵ تنه مړه شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي. 
تر اوسه معلومه نه ده، چې مړینه او ژوبله کومې ډلې ته اوښتې ده.
 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام