.jpg)
په کندوز کې د افغان ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت په ګډ هوايي برید کې ۳ تنه ټپيان شوي او یو ښوونځي ویجاړ شویدی.
د کندوز ولایت د پوهنې ریاست ښاري مدیر جنت ګل ناصري سلام وطندار ته وویل، چې د افغان ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت په ګډو هوايي عملیاتو کې د کندوز ښار د خاناباد بندر په سیمه کې د هلکانو «خواجهمشهد» ښوونځي باندې برید شویدی.
د ده په وینا، پهدې برید کې ۳ تنه ټپیان شوي او د ښوونځي په ګډون شاوخوا نږدې کورونه هم زیانمن شويدي.
د کندوز د پوهنې ښاري مدیر وویل، چې ټپیان شوي وګړي د شاوخوا سیمو اوسېدونکي دي، چې پهخپلو کورونو کې ژوبل شوي.
.jpg)
له بل لوري د هېواد په شمال ختیځ کې د پولیسو ویاند محفوظالله اکبري سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار مهال د هېواد هوايي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په مرسته د کندوز په شمال ختیځ کې د حضرت سلطان په نامه کلي کې هوايي عملیات کړي، چې په پایله کې یې یو تن ټپي شوی او یو ښوونځی ویجاړ شویدی.
اکبري دا هم وویل، چې ښايي دا ښوونځی سهواً زیانمن شویوي؛ خو پهدې اړه یې پلټنې پیل کړېدي.
په ورته وخت کې د کندزو د برېښنا رییس حمیدالله وايي، چې پهدې هوايي برید کې د کندوز ښار شمال ختیځ خواته د اورتبلاقيو په سیمه کې له تاجکستانه کابل ته د راواردېدونکې برېښنا یو مزی هم پرې شویدی.
افغان هوايي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په مرسته نن سهار د طالبانو د ځپلو لهپاره د کندوز په شمال ختیځ کې هوايی پوځي عملیات کړيدي.





