د کوکنارو په قاچاق کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظيمي وویل، چې د کوکنارو په قاچاق کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه کموالی راغلی.

د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظيمي د عامې روغتيا مرستیاله ناجیه طارق وربلل شوي وو، ترڅو په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې او د کوکنارو د کرکيلې او قاچاق په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره زیاته کړه، چې د کوکنارو په کر کې ۱۹ هم سلنه کموالی راغلی.

همدارنګه د عامې روغتيا معينې ناجيې طارق وویل، چې په پام کې لري د هېواد په بېلابېلو برخو او ۶ زونونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له پاره ۱۵۰ بستریز روغتونونه جوړ کړي.

د هغې په وينا د روغتونونو جوړول به د روږدو کسانو د درملنې له پاره د حل لاره نه وي، ځکه د نوموړې په خبره اوس هم ۹۲ سلنه روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته روږدي کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هغو څیړنو له مخې، چې پر ۲۰۰۵ ز کال ترسره شوې وې، په افغانستان کې د روږدو کسانو شمیر ۹۲۰ زرو تنو ته رسیده.

یاده شمیره پر ۲۰۰۹ ز کال تر یو میلیون واوښت او پر ۲۰۱۴ ز کال دریو میلیونو ته ورسیده.
له نشه یی توکو سره د نړیوالې مبارزې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کاروونکو په ډله کې یو زیات شمیر ماشومان هم دي.

له بل لوري بیا د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز په وينا، په افغانستان کې د نشه یی توکو د کاروونکو شمیر ۳ میلیونو ته رسیږي.

د معلوماتو پر بنسټ له دې جملې څخه، یو ملیون او ۶۰۰ زره  یې په دایمي او نورو په وققه یی توګه، نشه یی توکی کاروی.

د دغو کسانو په ډله کې یو میلیون ماشومان هم شامل دي.

ناجيې غوښتنه وکړه، چې باید د کوکنارو د کر مخه ونيول شي.

که څه هم د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د راغوښتل شویو چارواکو ځوابونه د قناعت وړ وبللې، خو د یادې جرګې غړی ګل احمد اعظمي وویل، چې ۱۲ کاله وړاندې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره تر ۱۰۰ زرو زیات نه وو، خو د چارواکو د نه پاملرنې له امله دغه شمېره اوس له ميليونونو ته رسيږي.

لاس ته راغلي شمېرې ښيي، چې په نړۍ کې له ۲۲۰ میلیونه ډېر روږدي کسان ژوند کوي او په نړۍ کې له نشه یی توکو څخه ترلاسه کېدونکې ګټه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ میلیارد ډالرو پورې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام