د فراه والي او ولایتي شورا غړو ترمنځ د اختلافاتو له وجې طالبانو فراه ښار کلابند کړی

د فراه ولایت ولسي شورا غړي د ناامنیو زیاتېدو پړه پر سیمه ییزو چارواکو ور اچوي او وايي، چې پر فراه ښار د طالبانو برید له امله څه باندې ۳ زره کورنۍ هرات ته کډه شوي دي.

د فراه ولسي شورا غړو د یکشنبې په ورځ ( اکټوبر۱۶مه) هرات کې خبري غونډې ته وویل، چې  طالبانو د فراه ولایت زیاتې سیمې نیولي او د ولایت مرکز يې کلابند کړی دی.

د یادې شورا غړي، د سیمه ییزو چارواکو خپلمنځي اختلافونه، په ګمرکونو کې ستر فساد، د دغه ولایت بخش اباد بند جوړیدو، د ټاپي پروژې پلي کېدو او د چابهار ترانزیتي لارې جوړیدو مخنیوي په اړه د ګاوندیو هیوادو لاسوهنه دغلته د نا امنیو لاملونه بولي.

د فراه د ولسي شورا دوه غړي فرید ثبات او احمد رزاق صیفي وايي، چې په فراه ولایت کې د منظمې استراتیژۍ تشه، د امکاناتو نشتوالی، د فراه د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ د انډول نشتوالی او په فراه کې پراخ فساد د مخالفتونو او د دولت مخالفینو حضور لامل شوی دی.

دوی وايي، چې اوسمهال د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ یو پل چې تقریبا ۱۰۰ متره  واټن لري پاتې دی.

خو د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري سلام وطندار ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د فراه زیاتره سیمې له طالبانو پاکې او اوس د ښار نږدې په څو کلیومتري کې عملیات روان دي.

مهري د ولایتي شورا او والي ترمنځ هر ډول اختلاف ردوي خو وايي، چې ګاونډيو هیوادو دغلته د بخش اباد بند جوړیدو، د ټاپي پروژې پلي کیدو او د چابهار ترانزیتي لارې جوړیدو مخنیوي له پاره دغه ولایت نا امنه کړی.

د فراه د والي ویاند پروینا، طالبان په بالابلوک، بکوا او پشت رود ولسوالیو کې شته، خو دا ولسواليانې بیا ستر امنیتي ګواښ نه شي پېښولی.

له دې ټولو سره سره، د فراه د ولسي شورا غړي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د امنیت ټینګښت له پاره بنسټیزه لار ومومي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام