د ولسمشر او اجرایه ریيس ترمنځ اختلافات د نا امنیو د ډېرېدو سبب شوي

دولسي جرګې یوشمیر غړو شنبې ورځې  په عمومي غونډه کې وویل، چې د ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریيس عبدالله عبدالله ترمنځ د قدرت پرسر خپلمنځي اختلافاتو له امله هېواد کې نا امنیو زور اخیستی.

دوی وایي، چې هره ورځ په جنګ جګړو کې یو شمېر پوځيان او ملکیان قرباني ورکوي.

وکیلانو خبرداری ورکړ، چې که د حکومتي رهبرانو خپلمنځي اختلافات دوام ولري، نو دوی به د ولسي جرګې دروازه وتړي.

خو ځينو وکیلانو بیا ویل، د ولسي جرګې څخه باید پرحکومت فشار راوړي، چې امنیت کابو کړي.

په دې اړه د ولسي جرګې ریېس عبد الرووف ابراهیمي وویل، د ملي دفاع وزارت د امنیت په ټينګښت کې کلیدي رول لري، چې اوس یې هم دغه وزارت وزیر نه لري.

ابراهیمي وویل، دوې ورځې وړاندې ولسمشر د ملي دفاع وزارت رسما وزیر ور وپيژندلو، چې یوه ورځ وروسته نوماند وزیر استعفا په حکومت کې دننه  خراب امنیتي وضعیت ښيي.

د ولسي جرګې یو بل غړی غلام حسین ناصري بیا د ملي یووالي حکومت مشران ګرم بولي او وایې، چې دواړې سیاسي ډلې په یو نه یو ډول د طالب او داعش د زیاتوالي سبب ګرځېدلي دي.

بل خوا د پوځي چارو شنونکي وایې، چې د پسرلي ګرم اقلیم، په دولت کې د یوشمیر زورواکو وسله والو شتون، کمزوری دولت، د قدرت پرسر خپلمنځي اختلافات د وروستیو نا امنیو ستر لاملونه دي.

پوځي کارپوه کابل خان تدبیر سلام وطندار ته د وروستیو نا امنیو ډېرېدو په اړه وویل، په دې وروستیو کې د سولې پرسر یوشمېر کړۍ د امتیاز اخیستو په موخه نا امنۍ ته لمن وهي.

تدبیر وایې، په دولت کې ځينۍ کړۍ هڅه کوي، چې د سولې خبرې اترې د دوی له اړخه د مقابل لوري سره مطرح شي.

دغه راز، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی نیکولاس هایسم په یوه خبرپاڼه کې د وسله والو مخالفینو بریدونو دوام غندلي او ویلي یې دي، چې تاوتریخوالی بیا هم له ملکي وګړو قرباني اخلي.

بل خوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان مرستیال جنرال مایک موري د آرمي ټایمز ورځپانې ته ویلي، په افغانستان کې طالب جنګیالیو د جګړې په نوي فصل کې د لویو بریدونو په لټه کې دي او د بهرنیو سرتېرو پرځای افغان امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

موري دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې، په تیرو دوو ورځو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

د پنجشنبې ورځې راهیسې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو په مخا مخ بریدونو، ځان وژونونکو حملو او ځای پرځای شویو ماین چاودنې له امله ۳۲ کسانو وژل کېدو سربېره ۱۰۴ تنه ټپيان دي، چې په وژل شو او ټپيانو کې  پوځيان او ملکیان شامل دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام