انډریو مولز: دویم پړاو ته رسیدل لکه نړیوال جام ګټل دي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي انډریو مولز په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، دا به یوه تاریخي پېښه وي چې افغانستان د نړیوال جام دویم پړاو (کوارټرفاینل) ته ورسیږي.

د انګلستاني مولز په وینا،  که افغان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کی تر دویم پړاو ورسیږي؛ نو د نړیوال جام ګټلو مانا ولري.

د نوموړي په وینا، د یو روزونکي په توګه به یې دا د روزنې ستره لاسته راوړنه وي، چې د نړۍ د ۱۴مخکښو لوبډلو په کتار کې افغانستان د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.

دیادونې وړ ده چې د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۱۵ کال۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغان کرکټ ملي لوبډله د خپل کرکټ په تاریخ کې دلومړي ځل له پاره لوبیږي.

د ښاغلي مولز په وینا، په خپله د نړیوال جام سیالیو دویم پړاو ته رسیدل د افغانستان او افغانانو له پاره د نړیوال جام ګټلو برابر دي.

دغه پخواني انګلستاني لوبغاړي زیاته کړی ده، دیو روزونکي په توګه به یې دا هڅه او هیله وي چې افغانستان د خپل همسیالې ایرلینډ لوبډلې په څیر په نړیوال جام سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دیادونې وړده، چې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله د افغانستان په څیر د کرکټ نړۍ دویمه درجه لوبډله ده خو په پخوانیو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان او انګلستان په څیر لوبډلو په ماتولو بریالۍ شوې ده.

د مولز په وینا، هیله لري افغان کرکټ ملي لوبډله هم دده په روزنه کې په راتلونکي ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې، زړه راښکوونکی او مثبت کرکټ نندارې ته وړاندې کړي او د کرکټ نړۍ مخکښې لوبډلې ولړزوي.

په خپله مشر روزونکي انډریو مولز هم منلې ده چې په نړیوال جام سیالیو کې به افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ستر ګواښ د تیزو بالرانو لوبول وي، چې په وینا یې افغان لوبغاړي باید له هرې موقع پوره پوره ګټه پورته کړي.

د ښاغلي مولز په وینا، دافغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړو ته، چې وړاندی یې داسټرالیا په اب هوا کې لوبې نه دي تمریني روزنه ترسره کړي. د تیزبالرانو لوبول وژونکي وي او دا به دافغانستان توپ وهوونکو له پاره ترټولو ستره ننګونه وي.

انډریو مولز زیاته کړې ده چې تر خپلې وسې به د افغان کرکټ لوبغاړو په اعتماد او باور زیار وباسي چې د ماتی خوړلو له ویرې پرته ولوبیږي او په لوبه کې د هرښه چانس څخه ګټه پورته کړي.

 خو بل لور بیا دکرکټ لوبې څارونکي په دې نظر دي، چې داسټرالیا او نیوزیلېنډ تیز پیچونه یواځې افغانستان له پاره نه بلکې د زیاتره اسیايي هیوادونو له پاره له ننګونو خالي نه دي.

ټاکل شوې ده د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب پیلیدونکي ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې به افغان کرکټ ملي لوبډله په (الف) ګروپ کې له بنګله دیش ، سریلانکا ، سکاټلینډ ، نیوزیلینډ، انګلستان او اسټرالیا سره لوبې ترسره کړي خو ددې رسمي سیالیو وړاندې به د اسټرالیا د دوه کورنیو لوبډلو سره د تمریني لوبو ترڅنګ له هندوستان او عربي اماراتو سره هم دوه رسمي تمریني سیالۍ ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام