د قېصار ۲ کلي او ۳ پوستې طالبانو ونيولې

د فاریاب ولایت په قېصار ولسوالۍ کې  سیمه ییزو پولیسو ۳ امنیتي پوستې او ۲ کلي وسله والو طالبانو ته پرېښي دي.

په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا ویاند محمد رضا رضايي سلام وطندار ته وویل، سیمه ییزو پولیسو له وسله والو طالبانو سره معامله کړې او د قیصار ولسوالۍ دوه امنیتي پوستې او درې کلي يي ورته سپارلي دي.

خو طالبانو بيا ادعا کړې، چې د کته ولنګ په سیمه کې یوه قرار ګاه او څلور پوستې نیولي يي دي.

د قېصار ولسوالۍ د پولیسو قومندانۍ مرستیال نظام الدین او د سلو سیمه ییزو پولیسو قومندان، د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا ویاند څرګندونې ردوي.

دوی وايي، نږدې ۲۰۰۰  وسله والو طالبانو له بادغیس او غور ولایتونو، همدارنګه د فاریاب له ولسوالیو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل او  له ۲۴ ساعتونو اوږدې نښتې وروسته د سیمه ییزو پولیسو نظامي تجهیزات خلاص شول، چې له امله يې دغو پوستو سقوط وکړ.

نظام الدین، زیاته کړه د قېصار ولسوالۍ په درېيو ورستیو ورځونیو نښتو کې ۳ سیمه ییز پولیس مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا ویاند وايي، د خنجر ۲۸ په نوم عملیات له ۲ ورځو را په دېخوا د ملي اردو په رهبرۍ قېصار ولسوالۍ کې پېل شوي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه د ملي اردو د کمانډويي ځواکونو په ګډون هم استول شوي دي.

درې ورځې کیږي، چې امنیتي ځواکونه له طالب وسله والو سره د قېصار په ولسوالۍ کې په جګړه بوخت دي.

له بلې خوا د قېصار سیمه ییز چارواکي وايي، د دې نښتو په پاېله کې په زرګونه کورنۍ له باشبلمسټ او کته ولنګ کلیو څخه ګډه شوي دي.

د قېصار ولایت اوسیدونکي وايي، که د یادې ولسوالۍ امنیتي حالات ته پاملرنه ونه شي دغه ولسوالۍ به د وسله والو مخالفیو په لاس ورشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام