په بدخشان کې د ځمکې ښويېدو ۵۲ تنه ووژل

د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د ځمکې د ښویېدلو له امله ۵۲ تنه ووژل شول.

د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار سلام وطندار ته نن سه شنبې د (اپریل په ۲۸مه) وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د شپې ۱۲ بجې د خواهان ولسوالۍ په جیرو کلي کې شوې ده.

د ښاغلي بیدار په خبره په وژل شویو کې ۲۵ ښځې، ۲۲ کوچنیان او ۵ نارینه شامل دي.

ښاغلي بیدار وویل، د نا امنیو له امله د خواهان ولسوالۍ لارې بندي دي او له کابله یې د هیلکوپټرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د بدخشان والي زیاته کړه، د جیرو کلي سره نېږدي پراته کلي د خلکو د ژغورلو لپاره رارسېدلي دي.

سیمه ییزو چارواکیو ویلي، چې درې ورځې وړاندې هم په همدې کلي کې ځمکې حرکت کړی و، چې د خطر له امله یې ۹۰ کورنۍ له سیمي کډه شوې وې.

تېر کال (۲۰۱۴/د مای په ۲مه) هم د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدو پېښې شاوخوا ٤٠٠ کسان مړه کړي وو او په سلګونو کورنۍ یې بې سرپنا کړې وې.
د ارګو ولسوالۍ په اب باريک سيمه کې يوه غونډۍ پر يوه کلي ښويېدلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام