یو شمېر کمپیوټري انجینیرانو یوه داسې طرحه جوړه کړې ده، چې د هغې په پر بنسټ به د (زما نوبت) او د (ځواب ویونکی) په نومونو دوه بېلا بېل پوستکالي جوړ شي.
د دغو پوستکالو طرحې په کابل کې د (ایلپ) په درېیمې دورې پروګرام کې وړاندې شوې دي.
دغه پروګرام د امریکا د متحده ایالتونو، ټیکنېشن، انټرنیو او نورو مدني بنسټونو له خوا د ټکنالوژۍ په مرسته د ټولنیزو ستونزو د هواري لپاره د درې ورځو لپاره جوړ شوی دی.
په دغه پروګرام کې څو ډلې په رقابتي ډول سیالۍ ته راوتلې وې، چې له ډلې یې درې هغه بریالۍ اعلان شوې.
د دغې سیالۍ ګټونکی، د کابل د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي زده کړیال او د یوې ډلې سرمشر عتیق الله امیري سلام وطندار ته وویل، چې دوی د پاسپورټ ریاست لپاره د (زما نوبت) په نامه د یوه پوستکالي طرحه جوړه کړې ده.
د امیري په باور د دغه پوستکالي په جوړېدا سره به د وخت ضایع کېدل، د خلکو ګڼه ګوڼه ختمه شي او د ادارو په ځانګړي ډول د پاسپورټ ریاست ستونزې به راکمې شي.
امیري زیاته کړه، چې په ساده او ټولیز ډول سره د دغه پوستکالي د کارولو طرح په درې ډولو وېشل شوې ده:" هغه څوک چې لوړې زده لري او انټرنیټ ته لاس رسیولري؛ کولی شي، چې د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي او خپل ځان ثبت نام کړي. هغه څوک چې سواد نه لري؛ دوه لارې لري، یوه دا چې د پاسپورټ ریاست ته د نوملیکنې لپاره ورشي، دویمه دا چې د پاسپورټ ریاست د خدماتو ځانګړې شمېرې ته زنګ ووهي او ځان ثبت کړي.
د (زما نوبت) اپلیکېشن د سورس او پلیت فورم په ډول طرحه شوی دی، چې په مبایل او کمپیوټر کې د کارېدنې وړ دی. د امیري په وینا، دغه پوستکالی په کم وخت کې، په کم لګښت جوړيږي او د ډېرو وګړیو لپاره اسانتیاوې برابرولی شي.
په ورته وخت کې سید شاه فاضل د دویم مقام ګټونکي ډلمشر او د علامه پوهنتون استاد وايي، چې د دوی ډولې د استادانو، زده کوونکو او زده کړیالانو د کتابتون او زیاتو انټرنیټي سرچینو ته د لاس رسي او په دې برخو کې د ستونزو د حل له پاره "ځواب ویونکی" پوستکالی طرحه شوی دی.
د فاضل په وینا، د دغه سیستم خدمتونو ته د لاس رسي له پاره کولی شي چې په کمه بیه وړیا توګه ورنه ګټه واخلو.
ده وویل چې، د دغه سیستم کاروونکي کولی شي، چې له دې پوستکالي نه د خپلو ستونزو د حل له پاره پوښتنه وکړي.
فاضل وویل، چې د دې برنامې طرحه داسې جوړه شوې ده، چې په دولت او شخص پورې اړه نه لري او یواځې به د زرګونو زده کړیالانو او میلینونو زده کوونکو له پاره زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د دغو طراحانو په وینا، ټکنالوژي کولی شي، چې یوې ټولنې ته بدلون ورکړي او خنډونه، د قانون خلاف کړنې او د بې نظمیو کچه راټیټه کړي.
دا سیستم څنګه کار کوي؟
د ټېکنېشن شرکت رییس عمر منصور انصاري سلام وطندارته وویل، چې د دې پروګرامونو له پاره عملي سوژې ټاکل شوي دي، د ده په وینا د دې ډول سوژو پلي کېدل، ښې بازار موندنې ته اړتیا لري.
دی وايي، چې موږ د لومړي مقام کټونکي ټیم سره کار کوو، چې ۲ یا ۳ ورځو کې پوستکالي چمتو کړي او له بل ټیم سره هم کار کوو، چې ځان ته ملګری پیدا کړي ځکه، چې د پوستکالي چمتو کول اسانه او پلي کول یې سخت کار دی.
د ټېکنېشن د رییس په باور د ګټونکو تیمونو سوژې د پلي کېدو وړ دي، خو د بنسټونو مرستو او هڅونې ته اړتیا ده.





