کندهار کې له تېرې شپې راهیسې جګړه روانه ده

کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې د کندهار ښار ۴ مه حوزې ته څېرمه ۲ تنه وسله وال د درالمعلمین ودانۍ ته ختلي او له هاغه ځایه پر نېږدې امیتي پوستو ډزې کوي.

د کنداره والي ویاند صمیم خپلواک نن د (مې ۲۶مه) سلام وطندار ته وویل، چې دغه وسله وال کسان د تېرې شپې له ۸ بجو راهیسې له پولیسو سره په جګړه بوخت دي.

د خپلواک په خبره، په سیمه کي د ولسي خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده، ځکه خو هڅه کوي، چې له احتیاط نه کار اخلي. په وینا یې جګړه لا تراوسه روانه ده.

خو یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، چې په پېښه کې ۷ ټپيان شوي دي او یوه مېرمنه وژل شوې ده.

د پېښې په سیمې کې عیني شاهدان وايي، چې سیمه د پولیسو له خوا کلابنده شوې ده او د تېرې شپې راهیسې د یادې سیمې خلک هم خپلو مېنو نه دي پرېښودل شوي.

په پېښه کې د ژوبلې په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ویلي .

د دغې پښې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

په ورته وخت په کندهار کې د یو بل خبر له مخې د سړک غاړي په بمي چاودنه کې ۶ ولسي وکړي وژل شوي دي.

دغه پېښه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د نیکه شېله په سیمه کې تېره شپه ( مې ۲۵مه) ۸ بجې او ۵ د قیقې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیه قومندان ویاند ضیا دراني سلام وطندار ته وویل، چاودنه د ملکي وګړو پر موټر شوې چې د موټر د چلوونکي په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

دراني د دغه پښې پړه په وسله والو طالبانو واچوله، خو تر دې مهال د دې پښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام