۱۳۷۹کال کې د ملکيانو مرګ‌ژوبله ۱۹٪ لوړه شوې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن خبري غونډې ته وویل چې د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۷ کال کې د ملکيانو مرګ‌ژوبله ۱۹ سلنه زیاته شوې‌ده.

د یاد کمېسیون مشرې سیما سمر وویل چې په تېر یو کال کې ټولټال ۱۱ زره او ۲۱۲ افغانان وژل شوي او ټپیان شوي‌دي.

دا شمېر په ۱۳۹۶ کال کې ۹ زره او ۴۱۳ کسانو ته رسېده.

د سیما سمر په وینا، له‌دې شمېرې ۳زره او ۳۲ کسان وژل شوي او ۸ زره او ۱۸۰ نور ټپیان دي.

دې دا هم وویل چې د ۵۳ سلنه مرګ‌ژوبلې عاملان طالبان، د ۱۱.۹ سلنې دولتي او نړۍوال ځواکونه او د ۱۲.۵ عاملان بیا داعشیان دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وایي، د ۲۱ سلنې مرګ‌ژوبلې مسوولیت هېچا پر غاړه نه‌دی اخېستی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس همدارنګه د پېښو نوعیت ته په اشارې سره وایي چې ۲۷سلنه ملیکان په ځانمرګو بریدون، ۲۰. ۲۵سلنه د ښکېلو خواوو له لوري په ځمکنیو جنګونو، ۱۹.۱۹ سلنه په راکټي بریدونو، ۱۶.۳۵ سلنه د سړک‌غاړې ماین‌چاودنو او ۸.۵سلنه بیا هوايي بریدونو وژلي او ټپيان کړي‌دي.

اغلې سمر زیاته ړکه، ۸۴۷تنه نور په فردي قتلونو او ۸۸تنه نور هم په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي‌دي.

دې همداراز وویل چې تېر کال پر رسینو باندې شویو بریدونو کې ۲۴تنه وژل شوي او ۲۰تنه ټپيان شوي‌ او ۲۷نور خبریال په ۱۳۹۷یم کال کې توهین او وهل‌شوي ډبول‌شوي‌دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همدارنګه له افغان‌دولته غواړي چې امنیتي ځواکونو ته د بشرپالنې ټول نړیوال قوانین تدریس کړي، د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي او هغو مسوولانو چې د ملکیانو په تلفاتو کې ناغېړې کړي‌وي؛ مجازات کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړې په ډګر کې ټولو نړۍ‌والو قوانینو ته پام او د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي په پار اوربند اعلان کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام