راپورونه وايي، چې په ننګرهار ولایت کې نامعلومو وسله والو د هسکې مېنې او اچين ولسوالیو ښوونځي تړلي دي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسؤل محمد اصف شینواري سلام وطندار ته وویل، چې د ننګرهار په هسکې مینې او اچین ولسوالیو کې د وسله والو د ګواښ له امله ۶ ښوونځي تړل شوي او ۱۱ نور د تړلکېدو له ګواښ سره مخ دي.
شینواري زیاته کړه، چې دوی ته د هسکې مېنې د پوهنې مدیریت یواځې د ۱۱ ښونځیو د تړلو راپور ورکړی دی.
د هغه په خبره دا یواځې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د دولت د مخالفې وسله والې ډلې د فشار له امله تړل شوي دي.
خو هغه زیاتوي، چې په اچین ولسوالۍ کې۶ښوونځي د وسله والو ترمنځ د خپلمنځي نښتو له امله تړل شوي دي.
شینواری وايي، په کومو سیمو کې چې ښوونځي تړل شوي دي، سړې سیمې دي او همدا اوس په کې درسي بهیر روان دی.
د هغه په خبره د ښوونځیو د تړلو مسله یې د ولایت له مقام سره شریکه کړې ده.
نوموړي ددې پوښتې په ځواب کې، چې داعش وسله والې ډلې له ښوونکو د یوې میاشتې د معاش اخیستلو خبره کړې.
دوی ته په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي شوي، خو اوازې دوی هم اوریدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې د شینوارو په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې له تېرو کابو اوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ خپلمنځي نښتې رواني دي.
له سیمې نه راپورونه وايي، چې نن سبا د هسکې مینې ولسوالۍ اکثره سیمې د داعش وسله والې ډلې تر ولکې لاندې دي.





