هلمند کې د يوه ماين چاودنې ۸ ملکيان وژلي

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي, نن سهار څه باندې لس بجې د موسی کلا ولسوالي په روشن ټاور سيمه کې د ملکي وګړيو پر موټر ماين چاودېدلی چې له کبله يې ۸ کسان وژل شوي دي.

ځواک وايي, تر اوسه مالومه نه ده چې په دې پېښه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او کنه.

د ځواک په خبره, ياده سيمه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او د طالبانو له لوري خښ شوي ماين پرې چاودنه کړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام