روغتیا وزارت: د کابل موټر بم چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه نور ټپیان دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند وجید مجروح سلام‌وطندار ته وویل، د نن ورځې په پېښه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه نور ټپیان دي.

مجروح وايي، د پېښې ټپیان د کابل ښار روغتونونو کې تر درملنې لاندې او ورته ټولې اسانتیاوې برابرې دي. د ښاغلي مجروح په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه راز کورنیو چارو وزارت خپرې کړې اعلامیې کې کاږلي، چې د کابل ښار په ننني موټر بم برید کې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي رسنیو ته وویل، یو ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکیو توکیو ډک امبولانس د کابل ښار صدارت څلور لارې د پولیسو په دویم چک پوست کې هغه مهال چې د پولیسو له‌خوا پېژندل کېږي موخې ته له رسېدو مخکې چاودنه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجریوي رییس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په کابل کې د امریکا، برېتانیا، جرمني او هند سفارتونو دغه برید په کلکو ټکو غندلې دی.

دغه راز، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېتر پاڼه کې د دې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او دعوه يې کړې چې په دغه برید کې يې د کورنیو چارو وزارت زیات شمېر کارکوونکي او افسران وژلي دي.

خو د پېښې عیني شاهدانو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د برید پرمهال زیاتره ولسي خلک چې مېرمنې  او ماشومان په کې وو، وژل شوي او ټپیان دي.

دا داسې مهال دی چې یوه اوونۍ مخکې هم طالبانو پر انټرکانټیننټال هوټل ډله ییزو برید کړی و او ۲۴ کسان په کې ووژل شول.

لومړني معلومات:

نن د ورځې شاوخوا ۱ بجه د کورنیو چارو وزارت په دویم قراول کې موټر بم چاودنه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي وايي، تراوسه د پېښې له سیمې ۴۰ مړي  او ۱۴۰ تنه ټپيان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د برید له ځایه د سلام‌وطندار خبریال وايي، چې دغه موټر بم چاودنه د کورنیو چارو وزارت په دویم قرارول کې شوې ده؛ او زیاتوي د برید له ویجاړۍ ښکاري چې پېښه زوروره وه.

د پېښې مسوولت وسله‌والو طالبانو  اخیستی دی. طالبانو ویلي، چې دا د منصوري عملیاتو په دوام هغه برید و او ادعا یې کړې، چې ۸۰ تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام