د غور پخواني والي ورور ۸۰ مېرمنې یرغمل کړي دي

د غور ولایت شهرک ولسوالۍ د مسجدنګار سیمې ځینو اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، د دې ولایت د پخواني والي فضل احمد ورور فضل احد خان او وسله‌والو یې تېره شپه برید کې د سیمې یو شمېر کورونه وسوځول،۸۰ مېرمنې یې یرغمل کړلې او ځینې مېرمنې او ماشومان یې ووژل.

د مسجدنګار سیمې خلک وايي، دغه سیمه ییز قوماندان د امنیتي ځواکونو په موجودیت کې برید کړی دی.

د همدې سیمې دوو اوسېدونکو جمشید او اسماعېل وویل، له فضل احد خان سره امنیتي ځواکونه هم ورغلي وو.

دوی وايي، وسله والو طالبانو د فضل احمد کور ته اورورته کړ او جګړه یې کړه، چې په غبرګون یې هغوی سیمې ته راغلل؛ یو ولسي ګړی یې په ژوندني خپل کور کې وسوځلو او بل هغه یې له ټانګ لاندې کړ.

د غور ولایتي شورا غړی محمد هاشم فیضي وايي، د فضل احد خان وسله والو له سیمې څخه ۲۰ ښځې او ماشومان یرغمل کړي، یو شمېر ماشومان او مېرمنې یې وژلي او شاوخوا ۶۰ کورونه یې سوځولي دي.

فیضي وویل، طالبانو د دغه قوماندان د عمل په غبرګون کې راټول شوي او د پخواني والي په سیمه د برید پلان لري.

په ورته وخت کې د غور ولایت امنیه قوماندان غلام مصطفی دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، دوی هېچاته د یرغمل نیولو اجازه نه ده ورکړې؛ ښځو او ماشومانو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

د غور د امنیې قوماندان په خبره، په دې نښته کې له ۱۸ زیات وسله‌وال طالبان وژل شوي او د دې ولایت له‌پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا احمدشاه په ګډون اوو نور ټپیان دي.

د ریپوټونو له مخې، دوه شپې مخکې د ملا احمدشاه په امر وسله‌والو طالبانو د غور پخواني والي فضل احمد په کور برید کړی و، چې یو کس په کې وژل شوی و او کور ته یې هم اور ورته کړی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام