د کرنیزو کوپراتیفونو جوړېدل د اقتصادي بنسټونو په پياوړي کولو او د کلیو پر اقتصادي حالت اغېزه لري.
په هرات ولایت کې د ښځو لپاره په دوو ولسوالیو کې دوه کرنیز کوپراتیفونه جوړ شوي دي.
په دغو کوپراتیفونو کې ډېر شمېر مېرمنې په کرنه او د ښو حاصلاتو په راټولو بوختې دي.
لیلا ساماني د "توفیق" په نوم د یو کوپراتیف مسوله ده، نوموړې سلام وطندار ته وویل، چې د کلیوالو ګډه کار د دې لامل کېږي، چې د کرنې او حاصلاتو د راټولولو په برخه کې ښه اغېز وکړي.
دغه مېرمن د توفیق کوپراتیف په اړه وايي، چې په دې کوپراتیف کې ۱۴۹ مېرمنې د کرنیزو تخمونو په کرنه او ورېښمو په برخه کې په کار بوختې دي.
مېرمن ساماني زیاتوي، چې په دغه کوپراتیف کې په کار بوختې ټولې مېرمنې د کرنیزو تخمونو د کرلو په طریقو او د حاصلاتو د راټولولو په برخه کې زده کړې لیدلي دي.
د مېرمنو لپاره د کرنیزو کوپراتیفونو جوړول د کرنې په برخه کې د ښځو لیوالتیا زیاته کړې ده.
په کوپراتیف کې یو بله فعاله مېرمن زینب وايي، چې له ۴ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي او له دغې لارې کرنیز حاصلات بازار ته عرضه کوي.
مېرمن زینب وايي، د ښځو لپاره د داسې کوپراتیفونو جوړول د کورنیو په اقتصادي بسیاینه کې ګټور کار دی.
د هرات ولایت د کرنې مسولین وايي، چې د ښځو لپاره یې د کرنې د پراختیايي پروګرامونو په برخه کې روزنیز کورسونه برابر کړي دي او د مېرمنو له کوپراتیفونه سره د هر راز مرستې په برخه کې سپما نه ده کړې.
د دغه ریاست د اقتصادي برخې مسول معین احمدي سلام وطندار ته وویل، چې د کورنیو اقتصادي بسیاینې برخې مدیریت همېشه د ښځو له کوپراتیف سره مرستې کړي دي.
ده همداراز وویل، چې ښځو ته یې د تخمونو د څرنګوالي، د حاصلاتو د روغتیا او بازار موندنې په برخه کې روزنه ور کړې ده.
د کرنې ریاست له دغو څرګندولو سره – سره بیا هم د ښځو کوپراتیف مسولینې وايي، چې حکومت، د کرنې وزارت ور سره ځانکړې مرستې نه دي کړي، دا کار د دې لامل شوی، چې ښځې د خپلو کارونو سره لیوالیتا کمه کړي.





