
په هرات ولایت کې د اهل تشیع یو دیني عالم محمدجعفر توکلي له ترور، وروسته د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکي د والي دفتر مخې ته راووتل او د پېښې عاملانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
شیخ محمدجعفر توکلي په هرات کې د اهل تشیع له پیاوړیو عالمانو و. نوموړی تېر ماښام له لمانځه وروسته په هرات ښار کې د وسلهوالو کسانو لهخوا ووژل شو.
اعتراض کوونکیو امنیتي بنسټونه په بېکفایتۍ تورن کړل او ویې ویل، حکومت هرځلې د دیني شخصیتونو د ترور پېښو څېړلو ژمنه کوي؛ خو عمل پرې نهکوي.
همدارنګه معترضانو د اعتراض په ډول د هرات د والي دفتر دروازه وتړله او خبرداری یې ورکړ، تر هغو پورې چې د پېښې عاملان ونه نیول شي؛ د ولایت مقام دروازې خلاصولو اجازه به ورنهکړي.
د ولایتي شورا غړې سکینې حسیني او یو بل اعتراض کوونکي مهدي حدید وویل، حکومت به تر کومه د ملت وینې ته لاس تر زنې ناست وي او ترکومه به د خپل کمزوري مدیریت پړه پر نورو وراچوي.

دوی وویل، دا دی نن راټول شوي دي او سبا بیا هم راټول شي؛ ترڅو د پېښې عاملان ونیول شي.
ولسمشر محمد اشرف غني هم په یوې خبرپاڼه کې د دیني عالمانو وژنه، نه بښونکی جنایت بللی او له امنیتي مسوولانو یې غوښتي د دغې ترهکریزې پېښې څرنګوالی وڅېړي؛ عاملان یې تشخیص او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
دغهراز د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم د جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده ورکړې چې د پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې وکړي.
د ولسي جرګې یوشمېر غړیو چې د هرات اوسېدونکیو په اعتراض کې یې برخه اخیستې د ناامنیو او وسلهوالو وژنو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، که چېرې حکومت خپل مسوولیت په نورو وراچوي او د دغې پېښې عاملان ونهنیسي؛ ناوړه پایلې به ولري.
د هرات والي محمد اصف رحیمي چې د اعتراض کوونکیو په ډله کې یې خبرې کولې ډاډ ورکوي د پېښې عاملان به د قانون منګولو ته وسپاري.
هغه له اعتراض کوونکیو وغوښتل د پېښې عاملانو په نیولو کې امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.





