کندهارۍ مېرمنو په لاسي کارونو ملاوې کړوپې کړې، خو ژوند يې ښه نه شو

کندهارۍ ميرمنې وايي، دوی پر یوه غاړه او خامکي څادر څو میاشتې پرله پسې کار کوي، خو کله چې همدغه غاړې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي، نو بېرته خپل لګښت هم نه شي پوره کولای.

اوسمهال کندهارۍ خامکي غاړې او څادر نړېوال شهرت لري، چې خلک يې په خورا مينه او شوق اغوندي.

په مخکنیو کلنو کې به د میرمنو لاسي جوړشوي توکي د یوشمېر کورنیو او باندنیو غیرې دولتي موسساتو له خوا نړېوالو بازارونو ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېدل، چې له امله يې میرمنو ته مناسبه حق الزحمه هم په لاس ورتلل، خو اوس بیا کندهاري مېرمنو د دغه حالت څخه ناخوخښي څرګندوي.

دوی وايي، پر يوه غاړه شپږ مياشتې یا يو کال کار وکړي او کله، چې همدغه جوړ شوی غاړه او یا هم څادر بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي، نو د ټوکر او استعمال شويو سوڼو (ورېښم) پېسې هم نه شي لاس ته راوړلی.

دوی وايي، اوس يې ټوله ګټه دوکاندارانو ته په لاس ورځي.

دغه مېرمنې خبرداری ورکوي، چې که د دوی لپاره وړ نړېوال بازار پیدا نه شي، نو اړي دي، چې دغه هنري لاسي کارونه بند کړي.

د دغو میرمنو په وینا، که چیرې ددوی لپاره همدلته په کندهار کې هم کوم ښځینه بازار جوړ شي، نو دوی به ترې د خپل ژوند ښه کېدا لپاره ګټور کار واخلي.

د کندهار د میرمنو چارو مسؤلین هم د کندهاري میرمنو یاده ستونزه مني او وايي، په دې اړه يې خپلې هڅې  کړې دي، خو تراوسه په دې نه دي توانیدلي، چي دغه ستونزه حل او د میرمنو لاسي صنعت نوره هم وده وکړي.

د کندهار د ميرمنو چارو رییسه رقیه اڅکزۍ وايي، که نړيوالې خیريه ټولنې، چې د میرمنو لپاره کار کوي په دې اړه ددوی لاسنیوی وکړي، نو هغه ورځ لیري نه ده، چي یوځل بیا به د کندهاري میرمنو لاسي صنعت مخ پر وده حرکت وکړي.

نوموړې زياته کړه، چې اوس د لاسي کارونو بازار خورا سوړ شوی دی او هیڅ ګټه نه لري.

په کندهار کې د میرمنو لاسي خامک نه یوازي یو اقتصادي سرچینه ده، بلکې ترڅنګ يې په نړۍ او سیمه کې د افغاني فرهنګ د پېژندلو یوه لویه نښه هم ده.

خامک او کنډل له پخوا زمانو راهيسې د افغانستان په سوېلي ولايتونو کې دود دي او له دې کبله، کندهار، هلمند، زابل او هرات ولايتونه ښه نوم هم لري.

خو د یادو ولايتونو ښځې وايي،  دوى به هله له دې کاره ښه ګټه ترلاسه کړي، چې توکيو ته يې په کور دننه او بهر کې لوى نندارتونونه جوړ او د خرڅلاو لپاره يې پراخ بازار وموندل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام