طالبانو له داعش ډلې غوښتي، چې موږ ته سرخوږی مه جوړوئ

طالبانو په یوه لیک کې د داعش رهبر ابوبکر البغدادي ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په موجوديت کې باید د داعش ډله  دوی ته سرخوږی جوړ نه کړي.

د طالبانو "د اسلام امارت د رهبرۍ شورا"  په رسمي پاڼه کې دغه لیک خپور شوی.

په دې لیک کې ادعا شوې، چې طالبان په اسلامي نړۍ کې د خورا زیات "شهرت او نوم" لرونکي دي او په افغانستان کې د داعش په نوم ډلې له خوا طالبانو ته خنډونه اوسرخوږی رامنځته کول د دې لامل کیږي، چې د نړۍ مسلمانان د داعش په اړه خپله کرکه زیاته کړي.

په دې لیک کې راغلي، چې "د امریکايي یرغلګرو او د دوی ګوډاګیانو په خلاف جهاد یواځې او یواځې د یو امر، بېرغ او مشرۍ لاندې تر سره شي".

طالبان په داسې حال کې داعش ته داسې وينا کوي، چې د راپورونو پربنسټ دغو ډلو په خپلو کې څو ځلې نښتې کړې دي.

دوې ورځې وړاندې یوشمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترمنځ په نښته کې په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د طالبانو د رهبرۍ شورا نه په لېږل، شوي لیک کې داعش رهبر ابوبکر البغدادي ته ویل شوي، چې بریا په یووالي کې ده او د جهاد په نوم د بېلا بېلو بېرغونو فعالیتونه د اسلام او مسلمانانو په زیان دی.

طالبانو په خپله پاڼه کې کاږلي، چې اسلامي امارت د نړۍ او افغانستان ۱۵۰۰ مشهورو دیني عالمانو له خوا د جهاد فتوار ورکړل شوې ده.

همدارنګه دوی خبرداری ورکوي، چې د طالبانو له جګړو سره موازې ډلې ته اړتيا نشته.

له دې مخکې طالبانو په خپلې کورپاڼې کې د دوی رهبر ملا محمد عمر ژوند لیک خپور کړی و او لیکي و، چې د لويې دیني د ۱۵۰۰ کسیزې ډلې له خوا  د امیر په توګه منل شوی دی.

په ورته وخت کې د دې ژوند لیک خپرولو ته د چارو شنونکي په دې باور و، چې طالبان غواړي په دې سره وښيي، ملاعمر ژوندی دی او په ورته وخت کې د داعش ډلې د نفوس مخه ډب کړي.

طالبانو ویلي،  دوی د اسلامي دولت خېر غواړي او نه غواړي، چې د داعش په چارو کې مداخله وکړي او دوی له داعش نه د ورته عمل غوښتنه کوي.

طالبانو همدا ډول ویلي، دي داعش باید داسې کارونو و نه کړي، چې د دوی په لیکو کې درز رامنځته کړي.

طالبان زیاتوي، چې د موازي ډلې رامنځته کول د جهاد، مجاهدینو او اسلامي مصالح په خلاف دی.

د طالبانو د رهبري شورا له خوا په دغه پاڼه کې ویل شوي، چې طالبانو په افغانستان کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي او د طالبانو د لیکو ترمنځ نفاق رامنځته کول د دې لامل کیږي چې د طالبانو قربانۍ بې ځایه لاړې شي.

طالبانو د داعش ډلې له رهبر البغدادي نه غوښتي دي، چې د طالبانو سره مرسته وکړي او زیاتوي که په داسې چاره لاس پورې کړي چې د طالبانو د ناخوښي سبب شي نو دوی به خپل جدي غبرګون وښيي.

دغه لیک په داسې حال کې البغدادي ته لیکل کيږي، چې له دې مخکې البغدادي ملا عمر بې سواده، جنګ سالار او ناپوهه بللی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام