طالبانو یو کال پخوا د ویشتل شوې چورلکې ۲ روسي پېلوټان قطر ته وړي

د ۱۳۹۴لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۳مه نېټه یوه نظامي چورلکه، چې ۱۸ پوځيان يې د مزارشریف ښار نه فاریاب ولایت ته لېږدول په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو تر برید لاندې راغله او د الوتکې له پرځېدو وروسته يې پاتې ژوندي کسان له ځانه سره یوړل.

اوس حکومتي چارواکي وايي، چې له دوی څخه يې ۶ تنه ازاد شوي دي.

یاده دې وي، چې دغه چورلکه د دوو نظامي روسي پېلوټانو له خوا لېږدول کېدله.

په فاریاب کې د شاهین ۲۰۹قل اردوي لومړي لوا قوماندان جنت‌ګل کړوخېل سلام وطندار ته وویل، چې خلاص شوي سرتېري د څېړنو له بشپړېدو وروسته به سبا جمعه (نوامبر۲۵مه) ۲۰۹ شاهین قل اردو ته ولېږدول شي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال دوی د فاریاب ولایت په ملي امنیت ریاست کې دي.

کړوخېل وايي، چې وسله‌والو طالبانو دوه روسي پېلوټان له ځان سره قطر ته بېولي او ۶ تنه نور يې تر اوسه نه دي ازاد کړي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو قوماندان وايي، چې د اسیرانو وضعیت ښه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام