کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې

په کونړ کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې نن مازدیګر څه کم درې بجې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي اړوند په ناوه‌پاس صفري نقطه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانیو ملېشو تر منځ جګړه نښتې چې اوس هم روانه ده.

سرچینه که څه هم په یاده نښته کې د دوو افغان سرتېرو ټپي کېدل مني، خو د جګړې پیلېدو د لامل په اړه څه نه وايي.

تر اوسه د پاکستانۍ غاړې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

ناوه‌پاس کنډو د کونړ او خیبرپښتونخوا ترمنځ هغه غرنۍ لاره ده چې له تېرو کابو لسو کلونو راهیسې بنده وه، خو کابو دوه میاشتې وړاندې د افغان ځواکونو له لوري ازاده شوه.

اړوند مطالب:

کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د جګړې دوام؛ ۳ کسان وژل شوي

پر کونړ د پاکستان راکېټي بريدونو د مدرسې ۳ زده‌کوونکي ووژل

پاکستاني پوځیانو پر کونړ له۷۰۰ ډېر توغندي توغولي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام