
د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند سلاموطندار سره به خبرو کې وویل، چې تېره شپه د (مارچ پر ۱۰مه) د دې ولایت د جوند او بالامرغاب ولسوالۍ ۵ پولیس په بالامرغان کې له خپلو وسلو سره له طالبانو سره یوځای شوي دي.
د بهاند په خبره، پولیس پلټنه کوي، چې د دې پولیسو ضمانتکوونکي پيدا او له هغوی پلټنې وکړي.
په ورته وخت کې د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج هم له طالبانو سره د دې پولیسو یوځای کېدل مني او وايي، چې د هغوی پر ځای یې نور پولیس دندو ته لېږلې دي.
هاخوا بیا په بغلان کې د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان له خپلو ۶ سیمهییزو پولیسو سره د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.

د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنیه فوماندان محبالله کوهستاني د دې خبر په تایید سره وايي، چې د سیمهییزو پولیسو دغه قوماندان عظیم نومېږي، چې له خپلو ۶ سیمهییزو پولیسو سره د دې ولسوالۍ په ۱۲ سړک کې دنده لرله، چې تېره شپه د (مارچ پر۱۰مه) له رېنجر او وسلو سره د طالبانو له لیکې سره یوځای شوی دی.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد هم په خپلې ټویټرپاڼه کې د دوی له ډلې سره د سیمهییزو پولیسو د قوماندان او د هغه د ۶ ملګرو یوځای کېدل تایید کړي دي.





