
کندهار، کندوز او بدخشان ولايتونو کې امنيتي سرچينې او سيمهييز مسوولان وايي، پر امنيتي ځواکونو د طالبانو له لوري بريدونه شوي چې پايله کې يې ۱۵ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
کندهار کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلاموطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د شاهوليکوټ ولسوالۍ« زنګيتان» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړی چې له کبله يې ۶ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، شاهوليکوټ ولسوالۍ کې له يادې پېښې وروسته پر طالبانو د امنيتي ځواکونو هوايي بريد شوی چې پايله کې يې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي.
کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ او امنیې قومندانۍ د پېښې په اړه ناخبري ښيي.
له دې سره د کندوز د ولايتي شورا غړې فوزیه یفتلي وايي، طالبانو تېره شپه د کندوز « شينواريو» سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی چې پايله کې يې د ياد ولايت د سيار ټولي د قومندان عبدالواحد عظیمي په ګډون ۵ پوليس وژل شوي او يو شمېر نور پوليس ټپيان دي.
د کندوز امنيتي مسوولان په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.
خو د ياد ولايت د والي وياند عصمتالله مرادي د ياد خبر له تاييد سره وايي، په دې پېښه کې ۵ ملي او محلي پوليس وژل شوي ۴ نور ټپيان دي.
مرادي زياتوي، په دې پېښه کې ۱۰ طالبان هم وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د کندوز د والي وياند همداراز وايي، امام صاحب ولسوالۍ کې تېره شپه امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې پايله کې يې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
د بدخشان د ملي اردو د دويمې لوا کې يوه امنيتي سرچينه وايي، طالبانو تېره شپه ارګو ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړی چې ۳ سرتېري پهکې وژل شوي او ۲ ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د يادې ولسوالۍ «گندهچشمه» سيمه کې د امنيتي ځواکونو په هوايي عملياتو کې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه پورې د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د قطر دوحې ته تللي دي.
ټاکل شوې سبا دوشنبه قطر کې بينالافغاني مذاکرات پيل شي.





