طالبانو د کورونا په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي ډلې ۳ کسان تښتولي

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا مسوولان او اوسېدونکي وايي، طالبانو د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې هغه درې کسان تښتولي چې د کورونا ویروس د مخنیوي په اړه یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکاوه. دا پېښه د پنجشنبې په ورځ شوې ده.

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا مسوولان او اوسېدونکي وايي، یاد کسان هغه مهال تښتول شوي چې د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې یې خلکو ته د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکاوه.

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک له طالب ډلې غواړي چې یاد روغتیايي کارکوونکی خوشې کړي، څو خلکو ته د کورونا ویروس د مخنیوي په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د میدان وردګ محلي او امنیتي مسوولانو تر اوسه د دغه خبر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد تېره اوونۍ ویلي و، که د کورونا ویروس د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې خپور شي، تیار دي چې هلته جګړه ودروي، څو روغتیايي موسسې په‌کې خلکو ته خپل خدمتونه او مرستې ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام