له هوکړې وروسته پر طالبانو د امریکا برید

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته پر طالبانو د دغو ځواکونو د لومړني برید خبر ورکوي.

لګت نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، له هغه وروسته یې پر طالب جنګیالیو هوايي برید کړی چې هغوی د افغان ځواکونو پر یوه مرکز سخت بریدونه کول. دغه برید د هلمند په نهرسراج ولسوالي کې شوی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو یوازې د سه‌شنبې په ورځ د افغانانو ځواکونو پر مرکزونو ۴۳ بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړې، که څه هم موږ سولې ته ژمن یو، خو مسوولیت لرو چې له خپلو همکارانو «افغان ځواکونو» دفاع وکړو. نوموړی وايي، افغانانو او امریکا هوکړه‌لیکونه عملي کړي او داسې ښکاري چې طالبان د مخالفت د دوام هوډ لري او د سولې لپاره د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي.

د لګت په وینا، له تېرو یوولس ورځو راهیسې دا لومړنی برید و چې پر طالبانو یې کړی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته د طالبانو ویاند رسنیو ته وویل چې پر افغان ځواکونو د دې ډلې بریدونه بېرته پیل شول. نوموړي زیاته کړې وه چې پر امریکايي ځواکونو به برید نه کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر د طالبانو د ویاند له څرګندونو وروسته وویل چې یاده ډله باید د تاوتریخوالي کچه همداسې ټیټه وساتي. نوموړي ټینګار کړی و چې طالبان باید پر خپلو ژمنو ودرېږي، که‌نه د سولې هوکړه‌ به ماته کړي.

 سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک نه یوه اوونۍ تېرېږي، کندوز، روزګان، هلمند او بدخشان ولایتونه د طالبانو د سختو بریدونو شاهدان وو. په کندوز کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو په وروستي برید کې ۱۵ امنیتي سرتېري او ۴ محلي پولیس ووژل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام