.jpg)
عبدالصمد د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر د سيمې اوسېدونکی دی.
۴۵ کلن عبدالصمد سپینه ږیره لري، پرسر يې اوږده وېښتان ولاړ دي، خړرنګه واسکټ او دنګه ونه لري.
نوموړی د افغان کمانډو سرتېرو په واسطه د نوزاد ولسوالۍ په برنوزاد سیمه کې د وسله والو طالبانو له زندانه را خوشې او دغو سرتېرو له خپل ځان سره د دې ولایت د ښوراب یا کمپ باسچن پوځي اډې ته راوړی دی.
هغه وايي، چې وسله والو طالبانو ورسره د زندان پر مهال ډېرې نادودې کړي او سخت يې شکنجه کړی دی.
د عبدالصمد په خبره، طالبانو يې وروستی محکمه کړې وه، چې باید له خپلو بندي ۱۱ ملګرو سره ووژل شي.
افغان ځانګړو ځواکونو هغه مهال پر دغه زندان پوځي عمليات کړي، چې دی باید سره د خپلو ملګرو سره یوه شپه وروسته په دارځړول یا په مرمیو سوری سوری شوی وای.
.jpg)
داسې ښکارې ده، چې شاید له مرګ څخه څو ساعتونه وړاندې د هغه خيالات او احساسات سخت پارېدلي وو، ځكه خو يې د شپې تورې او وېروونكې تيارې ته د انتظار شېبې شمېرلې او ګومان يې کېدلو، چې د شپې په رارسېدلو سره به يوه توره او بدرنګه بلا به یې ګېډه وڅيري او دی به له دې دنيا تېره کړي.
د صمد له څېرې داسې محسوسېدله، چې د زندان تورې تمبې او کله کله به د وسله والو طالبانو غږ د زندان پلن او پېړ دېوالونه هم سره ولړزول، عجيبه حالت به و، كه د عبدالصمد پر ځاى بل څوك واى؛ نو لا وختي به يې زړه چاودلى و.
ښايي د ده او ملګرو په اړه يې د طالبانو له پرېکړې اورېدلو وروسته د هغه په ذهن كې همدې يوې څپې شور او توپان را پورته كړى و، چې څنګه به له دې زندانه پښې سپكې كړي؟ خو عبدالصمد كومې پايلې ته هم نه و رسېدلى.
پر صمد له لرې اسماني ټكه پرېوتله او رڼا يې د ده سترګې هم وبرېښولې.
ځکه له شاوخوا ۱۸ میاشتو راهيسې د زندان په دغه توره خونه كې د رڼا څرك نه و ليدلى، خو د برېښنا يو پړك به يې سترګې د سيمټي دېوال په يوه درز كې وګنډلې.
.jpg)
د هغه پر خبره، طالبانو دی په دې تور نيولی و، چې د افغان پولیسو له پاره جاسوسي کوي، نو ځکه باید ۲۴ ساعته وروسته یا په دار وځړول شي او یا په مرميو سوری سوری شي.
عبدالصمد، چې کله د لومړي ځل له پاره د ټېلفون په واسطه د خپل ورور غږ واورېد؛ نو د هیجان له لاسه يې سترګې رډې رډې او له اوښکو ډکې شوې، غږ يې ژړغونی او پر ملا يې لاس کېښود، چې " زه ژوندی یم" او افغان امنیتي ځواکونه به مې ډېر ژر کور ته درورسوي.
ښايي دی د طالبانو له خولې د خپل مرګ له اورېدلو وروسته يې هر څه له ياده وتلي وو.
نوموړی وایی، واده یې کړی او ماشومان لري.
د صمد پر خبره، وسله والو طالبانو نوموړی لومړی داسې ونيو، چې پر یوه کس یې ۱۰۰۰ روپۍ پور و، خو وروسته یې هماغه کس نه د ۲۰۰۰ زره کلدارو د قرض غوښتنه وکړه.
نوموړی وایي چې کله هغه کس د خپلو پیسو د بېرته غوښتلو له پاره ورته راغی، نو ده ۱۰۰۰ پاکستاني روپۍ ورته ونیولې، خو نوموړی د۲۰۰۰ زره کلدارو غوښتنه ځېنی وکړه او له جنګ څخه وروسته يې ترې ۲۰۰۰ کلدارې اخیستي او بیا د طالبانو په واسطه ګېر شوی او زندان ته لېږدول شوی دی.
هغه هر ځلې له افغان دولت نه خوښي ښودله او زیاته يې کړه، چې دوی غوندې په لسګونه کسان شته، چې کلونو کلونو راهیسې يې درک نه شته.
افغان امنیتی ځواکونو تېره اونۍ د شپنیو عملیاتو پر مهال هغه شاوخوا ۶۰ کسان ازاد کړل، چې وسله والو طالبانو اسیر نیولي وو.
.jpg)
په دغو ازاد شویو کسانو کې اکثره یې پولیس دي.
د هلمند په ښورابک سيمه کې شاوخوا هغه ۶۰ کسان، چې د وسله والو طالبانو په زندان کې یې له لسو شپو نیولې بیا تر ۱۲ کلونو پورې تېر کړي دي.
د روان کال د ډېسمبر په ۵ مه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا خبر خپور شو، چې د امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو ګډو عملیاتو د طالبانو یو زندان مات کړی او شاوخوا ۶۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه یې ترې خوشې کړي.
د دوی له خوا بیا ویل شوي وو، چې د شپې ناوخته بهرنیو او افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ګډ عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې افغان امنیتي عسکر د طالبانو سره په زندان کې بندیان وو، ازاد کړل شول.
پټه دې پاتې نه وي، چې هلمند کې د شپنیو عملیاتو پر مهال دا لومړی ځل دی، چې په داسې لوړ رقم بندي سرتېري د وسله والو طالبانو له بنده خوشې کوي.
هلمند هغه ولایت دی، چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې په کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه د دې ولایت په لرو پرتو سیمو سربېره د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او اړوندو سیمو کې روانه ده.





