
د ملي دفاع وزارت ویاند جاوېد غفور سلاموطندار ته وویل چې «اپس» پروګرام د ملي اردو په لیکو کې پلی شوی او ټول د بشري سرچینو په سېسټم کې ثبت شوي چې معاشونه یې هم د بانک له لارې ورکول کېږي.
د غفور په وینا، «اپس» سېسټم ۹۱ سلنه او د بایومټریک ۹۸ سلنه پلی شوی او اوسمهال د ملي اردو په لیکو کې خیالي سرتېري نهشته.
په همدې حال کې د کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، تر ۹۷ سلنه ډېر شمېر پولیس بایومټریک شوي او لږ شمېر یې پاتې دي چې په نږدې راتلونکي کې به دا پروسه بشپړه شي.
نوموړي د بایومټریک پروسې او خیالي پولیسو شمېر په اړه وویل، اوسمهال شاوخوا ۲۸۰۰ پولیس بایومټریک شوي نهدي او د دې پروسې تر بشپړېدو وروسته به د خیالي پولیسو کره شمېره په ډاګه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو په چوکاټ کې د خیالي پولیسو په اړه راپورونه خپاره شوي وو او نړېوالو مرستندویه بنسټونو هم څو ځله پهدې اړه اندېښنې ښودلې وې.
د پکتیکا امنیې قوماندان هم شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ویلي وو چې په یاد ولایت کې یې تر ۳۰۰ ډېر خیالي پولیس په نښه کړي او له تشکیله یې اېستلي دي.





