طالبانو په فراه کې ۱۰ کسان تښتولي

د فراه د ولایتي شورا مرستیال سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو نن سهار شاوخوا ۹ بجې د حکومت یو کارکوونکی د دغه ولایت په دار‌اباد کې وواژه او ۱۰ نور یې چې د حکومت کارکوونکي او د سیمې قومي مشران وو، وتښتول.

د نوموړي په وینا، دغه ۱۱ کسان له داراباد سیمې نه چې له فراه ښاره ۷ کیلومتره لرې ده، یاد ښار ته روان وو.

نعیمي زیاتوي، تر اوسه د تښتول شویو کسانو په اړه مالومات نه‌لري.

ویل کېږي دغه کسان د پولیسو یوې پوستې ته له نږدې سیمې تښتول شوي دي.

موږ هڅه وکړه چې په‌دې اړه د فراه د سیمه‌ییزې ادارې او پولیسو نظر هم واخلو، له پرله‌پسې هڅو سره سره و نه توانېدو.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام