ځېنې مدني بنسټونو او هنرمندانو په دې شعار سره سوله خیال نه دی د کابل په واټونو کې کنسرت ورکړل او یوه واټ یې د "د سولې له پاره د یوبل منلو" په نوم ونوماوه.
دغو مدني فعالان په دې شعارونه سره چې سوله خوب لیدل نه دي وویل، ولسونه او دولت دې د یوبل په ګډو مرستو سره په هېواد کې د ریښتنې سولې له پاره هڅې وکړي.
مدني فعال سمیع دره يي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د دغو پروګرامونو په وسیله غواړي، چې هېوادوال وپوهوي سوله یواځې خوب نه دی.
دره يي وايي، چې افغان حکومت دې د اسلام اباد په غونډه کې د پاکستان او هند حکومتونو چارواکو ته دا ورسوي، چې په افغانستان کې دې له خپلو نیابتي جګړو لاس واخلي.
په لاریون کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو رییس عبدالکریم صادقي وویل، چې د یوبل له منلو پرته د سولې راتلل ناشوني دي او د ځوانانو له خوا د دغو لاریونونو جوړول د یوبل منلو له پاره زمېنه برابروي.
د صادقي په وینا، د کابل ښار واټونو د نوم اېښودنې کمېسیون له خوا په کابل ښار کې د "سولې له پاره د یوبل منلو" په نوم د یو سړک نومول کېدل تصویب کړل.
د نن ورځې په لاریون کې د ولسي جرګې ځېنې غړیو هم ګډون کړی و.
لوړو زده کړو وزارت مخې ته واټ چې پخوا د مخابراتو په نوم یادېده اوس د "سولې له پاره د یوبل منلو" واټ په نوم ونومول شو.





