
د پخوانيو مجاهدينو یو قوماندان اسماعیل خان په هرات کې د ۱۳۵۷ کال د کب ۲۴ نېټې د وخت حکومت پرضد د هرات پاڅون ۳۸ کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، ولسمشر دې د ترهګرو ټکولو له پاره د بهرنیانو پر ځای له مجاهدینو مرسته وغواړي.
اسماعیل خان وايي، په سترو سیاسي پرېکړو کې د مجاهدینو حضور کولی شي د اوسنیو ستونزو غوټه پرانیزي.
دی وايي، د هېواد ښځینهوو او نارینهوو په کلونو د ظلم پرخلاف او د دغه نظام جوړېدو لهپاره جګړه وکړه؛ خو د حکومت بې کفایتي له امله ځینې ګاوندیو هېوادو د ولس له پاره ستر سرخوږی جوړ کړی دی.

اسماعیل خان وايي، حکومتي مشران باید ویښ شي او د دې ستونزو لرې کولو لهپاره باید اساسي تګلاره جوړه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، مجاهدین امنیتي ځواکونه یوازې نه پرېږدي او که په هېواد کې ستونزې دوام وکړي؛ دوی به هم وسله واخلي او د ترهګرو پر ضد به جګړه وکړي.
په دغو مراسمو کې یوشمېر دیني عالمانو هم په افغانستان کې د ناامنۍ زیاتېدو له امله پر حکومتي مشرانو نیوکې وکړې.
۳۸ کاله مخکې لومړی د هرات ۱۷ فرقې یوشمېر افسرانو او سرتېرو د وخت حکومت پرضد پاڅون وکړ او وروسته عام خلک هم ورسره یوځای شول، چې ویل کېږي په دې پاڅون کې ۲۴ زره کسان ووژل شول.





