د هلمند امنیه قوماندان اقانور کینتوز وايي، چې نن د (جنوري پر ۱۰مه) له غرمې مخکې ۱۰ بجې د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر د یو قومي مشر خدایداد په کور برید کې ۷ تنه وژلي او ۴ یې ټپیان کړي دي.
ده د وژل شویو او ټپي شویو وګړیو د هویت په اړه څه ونه ویل؛ خو د ملي امنیت یو سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې وژل شوي او ټپیان د ملي امنیت اوپراتیفي ماموران وو.
امنیه قوماندان همدارنګه ویلي، چې ځانمرګي بریدګر موټربم هم له ځانه سره وړی و، چې هغه لا چاودنه نه ده کړې؛ خو سیمه د امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې ده.
د هلمند امنیتي سرچینې وايي، چې د دې برید په اړه له مخکې نه خبر ورکړل شوی و.
هېره دې نه وي، چې یوه میاشت مخکې هم یو بریدګر غوښتل، چې د دې ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې د ملي امنیت پر کارکوونکیو برید وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو له بریده مخکې ونیولو.
د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، چې په برید کې یې د ملي امنیت ۱۰ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
خو د هلمند امنیه قومانداني بیا د طالبانو دا ادعا ردوي.





